ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د څښاک اوبو څلور شبکې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

بلخ کې د څښاک اوبو څلور شبکې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

author avatar
16 May 2023 - 16:52
بلخ کې د څښاک اوبو څلور شبکې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې
author avatar
16 May 2023 - 16:52

مزارشریف (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۲): د بلخ په چمتال، چهاربولک، دولت‌آباد او بلخ ولسوالیو کې د څه باندې ۲۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د څښاک اوبو رسولو څلور شبکې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د بلخ د کلیو پراختیا او بیارغونې ريیس مولوي یارمحمد شبیر پژواک اژانس ته وويل چې د څښاک اوبو څلور شبکې د چمتال ولسوالۍ په پشمه‌کلا، د دولت‌آباد ولسوالۍ شنګل‌آباد، د بلخ ولسوالۍ اصفهان او د چهاربولک ولسوالۍ خواجه روشنایي کليو کې جوړې شوې دي.

د نوموړي په وینا، څلور واړه شبکې د USAID دفتر په مالي ملاتړ او د IMC موسسې له خوا د  نږدې ٢٥٠ زره امریکایي ډالرو په لګښت تطبیق او جوړې شوې چې نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.