مزارشریف (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۲): د بلخ په چمتال، چهاربولک، دولتآباد او بلخ ولسوالیو کې د څه باندې ۲۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د څښاک اوبو رسولو څلور شبکې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د بلخ د کلیو پراختیا او بیارغونې ريیس مولوي یارمحمد شبیر پژواک اژانس ته وويل چې د څښاک اوبو څلور شبکې د چمتال ولسوالۍ په پشمهکلا، د دولتآباد ولسوالۍ شنګلآباد، د بلخ ولسوالۍ اصفهان او د چهاربولک ولسوالۍ خواجه روشنایي کليو کې جوړې شوې دي.
د نوموړي په وینا، څلور واړه شبکې د USAID دفتر په مالي ملاتړ او د IMC موسسې له خوا د نږدې ٢٥٠ زره امریکایي ډالرو په لګښت تطبیق او جوړې شوې چې نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
هغه وايي، یادې شبکې ۲۰۵۰ کورنيو ته د څښاک پاکې اوبه برابروي.
بل لور ته، خلک هم د دغو شبکو جوړېدو ته خوښ دي.
د خواجه روشنایي کلي اوسېدونکی اللهګل وایي، پخوا یې کليوالو پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود خو اوس ورته شبکه جوړه شوه او پاکو اوبو ته يې لاسرسى پيدا کړ.
همدارنګه د پشمهکلا کلي اوسېدونکی جلاالدین هم د اوبو رسولو شبکې له جوړېدو خوښي څرګندوي او وایي، پخوا خلکو د باران او ویالو له اوبو د څښاک اوبو لپاره استفاده کوله خو اوس خوښ دی چې د پاکو اوبو اسانتیا ورته برابره شوه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










