کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۲): د عامې روغتیا وزارت سرپرست په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کوونکو موسسو له استازو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې د ښو روغتیايي خدماتو وړاندې کولو برخه کې ریښتنې هڅې وکړي.
د عامې روغتیا وزارت نن (چهارشنبه) د یوه ټویټ په خپرولو سره لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د بهرنیو موسسو له استازو سره په لیدنه کې په روغتونونو کې د درملو اکمالاتو، د قراردادونو غځولو او روغتیايي خدمتونو ښه کولو په تړاو خبرې کړې دي.
د موسسو استازو په دغه کتنه کې خپلې کړنې او د چارو پر وړاندې یې ستونزې له عامې روغتیا وزارت سره شریکې کړې او د دغه وزارت له رهبرۍ ې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
Views: 35
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن