ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې یوې ښځې ځان‌وژنه کړې

غزني کې یوې ښځې ځان‌وژنه کړې

غزني ښار (پژواک، ۲۷ غويی ۱۴۰۲): د غزني سيمه‌ييز مسوولین وايي، د دغه ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې یوې ځوانې ښځې ځان‌وژنه کړې ده.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه تېره ورځ د دغه ولایت د جاغوري ولسوالۍ په غجور سیمه کې شوې ده.

نوموړی زیاتوي، د یادې ښځې پر وجود د شکنجې داغونه هم ښکاري او وروسته یې ځان زندۍ کړی دی، خو په خبره یې، پېښه ښايي چې د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې وي.

د هغه په خبره، د یادې ښځې جسد د پلټنو لپاره عدلي طب ته لېږدول شوی او امنیتي کسان د پېښې په اړه پلټنې کوي.

د جاغوري ولسوالۍ یوه اوسېدونکي رحمت‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل: «یاده مېرمن نازدانه نومېده، نرسه وه، عمر به یې کېدای شي د ۲۲ کاله شاوخوا وي او خاوند یې هم ډاکټر و، تېره ورځ یې ځان په ونې پورې راځوړند کړی او ځان‌وژنه یې کړې ده.»

نوموړی وايي، د پېښې په اړه کره معلومات نه لري چې کوم چا په مرموزه بڼه وژلې او که یې خپله ځان‌وژنه کړې ده، خو وايي، پر وجود یې د شکنجې داغونه ښکارېدل او مړی یې د مسوولینو له لوري روغتون ته لېږدول شوی، څو معلومه کړي چې پېښه څنګه شوې ده.

په غزني کې ورته پېښې کله ناکله تر سترګو کېږي چې لامل یې د کورنیو ناپوهي او ناوړه دودونه یادېږي.

بايد وویل شي چې ځان‌وژنه د اسلام له نظره لويه ګناه ده او هغه کسان چې ستونزې لري، د دې پرځای چې په ځان‌وژنې سره لويه ګناه وکړي او خپله کورنۍ هم غمجنه کړي، د ستونزو د حل لپاره دې هڅه وکړي او که ستونزه يې رواني وي، د درملنې لپاره دې ډاکټر ته مراجعه وکړي، څو تر درملنې وروسته سوکاله ژوند ولري.

Views: 61

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.