غزني ښار (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۲ ): د غزني په زنخان ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د خلکو په شخصي لګښت د شاوخوا پنځه میلیون افغانیو په ارزښت، د یوه اساسي روغتیایي مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې.
د زنخان یوه قومي مخور حاجي مجید پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولسوالۍ کې -چې شاوخوا شپېته کلي لري- دوه ښوونځي او درې واړه کلینیکونه شته چې هغه هم په دې وروستیو کې د مؤسسو له خوا فعال شوي دي.
نوموړی زیاتوي: «په دې ولسوالۍ کې اوس هم هیڅ ډول مخابراتي شبکې شتون نه لري، د پوهنې او روغتیا په برخو کې په دا وروستیو کې داسې کارونه شوي چې خدمتونه یې په نشت حساب دي.»
د هغه په خبره، د ولسوالۍ په کچه د قومي مشرانو د ناستې په پایله کې پرېکړه شوې چې د خپلو ځايي او بهر مېشتو خلکو په مالي ملاتړ یو اساسي روغتیايي مرکز جوړ کړي.
هغه وایي، د سیمې د خلکو د ستونزې هواري په موخه یې شاوخوا پنځه میلیون افغانۍ راټولې کړې دي.
حاجي مجید وایي، جوړېدونکی روغتیایي مرکز به ۱۵ کاري خونې، دوه تشنابونه او د احاطې دېوال ولري چې شاوخوا ۵ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي او د نهو میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
نوموړی زیاتوي چې د دغه روغتیایي مرکز په جوړېدو سره به د سیمې د خلکو روغتیایي ستونزې کمې او په خپله سیمه کې به ورته د درملنې اسانتیا برابره شي.
په ورته وخت کې، د غزني د عامې روغتیا ریاست د ساري ناروغیو عمومي مدیر ډاکټر محمدنسیم ابرار پژواک خبري اژانس ته وویل، اوس حکومت په توان کې څه نه لري خو هڅه یې دا ده چې د دغه ولایت په ښارونو، کلیو او بانډو کې ټول خلک روغتیایي خدمتونو ته پوره لاسرسی ومومي.
هغه وايي، پر یاد روغتیايي مرکز څه باندې پنځه میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د ځايي خلکو له لوري ورکول کېږي.
ابرار زیاته کړه، د عامي روغتیا ریاست به د دغه روغتون تخنیکي چارې مخې ته وړي او له جوړېدو وروسته به هڅه وکړي څو له مجرب پرسونل او شته امکاناتو په استفادې خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
Views: 46
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن