Language

ټرمپ په ایران کې د اختلافاتو ادعا کوي؛ تهران یې ردوي

کابل (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر وایي، په ایران کې د «سخت‌دریځو» او «منځلارو» ترمنځ اختلافات رامنځته شوي، خو ایراني چارواکي دا ادعا ردوي او ټینګار کوي چې ټول د خپل رهبر تر مشرۍ لاندې په یووالي سره عمل کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپله ټروت سوشل خواله رسنۍ ویلي، ایراني چارواکي ”د خپل رهبر په معلومولو کې له جدي ستونزو سره مخ دي.”
دغه‌راز هغه ادعا کړې چې په دغه هېواد کې د ”سخت‌دریځو: او “منځلارو” ترمنځ د ”لېونتوب” تر بریده اختلافات رامنځته شوي دي.
خو د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د دولت درېګونو قواوو مشرانو په ګډ پیغام کې ټینګار کړی، چې “د دښمن له خوا د سخت‌دریځو او منځلارو مفکورو تحمیلول له هغه څه سره توپیر لري چې اوسمهال د ایران واقعیت دی.”
د ایران د ملي امنیت عالي شورا هم پر اېکس په یوه پیغام کې ویلي چې په ایران کې سخت‌دریځي او منځلاري نشته، بلکې ټول په یووالي سره له خپل رهبر څخه اطاعت کوي.