سرپل (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د سرپل د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مطالعې فرهنګ او کتاب لوستنې د ودې په موخه زرګونه ټوک کتابونه په داسې حال کې نندارې ته وړاندې کړي چې د دغه ولایت فرهنګیان او ځوانان د داسې پروګرامونو د دوام غوښتنه کوي.
دغه نندارتون د کتاب اونۍ په مناسبت د کتابلوستنې تر عنوان لاندې د سرپل د عامه کتابتون په تالار کې د ۱۵ ورځو لپاره جوړ شوی دی.
د سرپل د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر ایامالدین یولداش وویل چې د غویي میاشتې وروستۍ اونۍ د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا د کتاب اونۍ په نوم نومل شوې او هر کال یې د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کتاب اونۍ په نوم نمانځي.
هغه زیاته کړه: «موږ اته زره کتابونه د سرپل د عامه کتابون په تالار کې د کتابلوستنې تر عنوان لاندې تر ۱۵ ورځو پورې نندارې ته وړاندې کړي، له نېکه مرغه د یاد نندارتون ګډونوال فرهنګیان، محصلین، زدهکوونکي او حکومتي کارکوونکي دي.
هغه زیاته کړه، د دغه نندارتون موخه په ځوانانو کې د مطالعې فرهنګ وده ده، هیله ده چې دغه نندارتون وکولی شي چې ډېر ځوانان د مطالعې فرهنګ ته جذب کړي او د هغوی په وړتیا او پوهه کې زیاتوالي راولي.
د سرپل یوه فرهنګي سید مهدي عبداللهي وویل چې دا ډول پروګرامونه د ځوانانو ترمنځ د مطالعې ترویجولو لپاره اغېزناک دي او نه باید د یوې اونۍ او څو ورځو لپاره ځانګړي شي، بلکې دوامداره دې وي.
د سرپل یوه ځوان سمیعالله رحماني د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور له ریاسته غوښتنه وکړه چې داسې اغېزناک پروګرامونه دې ډېر کړي څو ځوانان مطالعې ته مخه وکړي.
له بلې خوا د سرپل یوه ښوونکي عبدالله حسیني وویل، د کتابلوستنې پروګرام چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا جوړ شوی، د ټولو د خوښیو لامل شوی، د داسې پروګرامونو جوړول مرسته کوي چې د مطالعې کمزوری فرهنګ وده وکړي او خلک په ژوند کې ځای ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP