میدانښار (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د میدان وردګو سیمهییز چارواکي وايي، پرون په دغه ولایت کې د شدید باران او سېلابونو راوتلو له امله خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.
د میدان ورګو د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، تېره ورځ (سهشنبه) له غرمې وروسته په ځینو سیمو کې شدید باران او سېلابونو د خلکو پر کورونو سربېره، کرنیزو ځمکو ته هم زیانونه اړولي دي.
سرچینه د لومړنیو معلوماتو له مخې وایي چې د دغو سېلابونو له امله د یاد ولایت په مرکز او جلریز ولسوالۍ کی ۳۰ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي او شاوخوا ۲۰۰ جریب کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، د تېرې ورځې سېلابونو په نرخ، سیدآباد، دایمیرداد او جغتو ولسوالیو کی هم زیانونه اړولي، خو دوی یې په اړه بشپړ معلومات نه لري.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن