کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د مرستو ترلاسه کولو او وېش لپاره د لا ډېرې همغږۍ په موخه، د افغانستان اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو ترمنځ د يوې کمېټې پر جوړولو هوکړه وشوه.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاءاحمد تکل د غبرګولي په ۳مه، د ورځې ناوخته په یو لړ ټویټونو کې لیکلي، د بهرنیو چارو وزارت نن په کابل کې د ملګرو ملتونو ادارو او د افغانستان اسلامي امارت اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ غونډې کوربه و.
د هغه په وینا، د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي په دغه غونډه کې د ملګرو ملتونو له ادارو او مرستندويانو څخه د افغانستان له خلکو سره د مرستو له امله مننه وکړه او ويې ويل، افغانستان د ځوان خواريکښ کاري ځواک او پراخو طبيعي زېرمو په لرلو سره د پرمختګ او پر ځانبسياينې بېساری ظرفيت لري، خو څرنګه چې هېواد ۴ لسيزو جګړو ځپلی، د يو څه وخت لپاره نړۍوالو مرستو ته اړتيا لري، څو افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي.
سرچینې زیاته کړې، د اسلامي امارت د بېلابېلو وزارتونو مشرانو په دغه غونډه کې د ملګرو ملتونو ادارو او نورو خيريه بنسټونو ته په خپل وار د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او غوښتنه يې وکړه چې هېواد ته د راتلونکو مرستو د لا ډېر مؤثريت او روڼتيا د باوري کولو په موخه له اړوندو سکټوري وزارتونو سره همغږي نوره هم پياوړې شي او د پروژو په طرحه او تطبيق کې د افغانستان د خلکو لومړيتوبونه په پام کې ونيول شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن