مزارشریف (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۲): د بلخ د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې د کانګو ناروغۍ ۱۰ مثبتې پېښې ثبت شوې چې له امله یې دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دى.
د بلخ د عامې روغتیا رییس ډاکټر نجیبالله توانا نن له کانګو ناروغۍ څخه د مخنیوي کمپاین د پیل په غونډه کې وويل، د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې د بلخ په حوزوي روغتون کې د دغې ناروغۍ ۱۰ مثبتې پېښې ثبت شوې چې له امله یې دوو کسانو ژوند هم له لاسه ورکړی دى.
هغه وایي، د بلخ عامې روغتیا ریاست له کانګو ناروغۍ څخه د مخنیوي په موخه خلکو ته د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړی او د دغې ناروغۍ پر وړنداې پوره چمتووالی لري.
توانا دغهراز له خلکو وغوښتل چې د لوی اختر په رارسېدو سره دې له دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیسي.
بلخوا ډاکټران وايي چې تبه، ځان درد، کسالت او له پزې/خولې څخه د وینې راتلل د دغې ناروغۍ علایم دي.
د بلخ حوزوي روغتون د انتاني څانګې سرطبیب ډاکټر نبيالله امیري وایي چې پر کانګو اخته ناروغان په لومړي پړاو کې شدیده تبه، ځان دردي، سردردي او کسالت پیدا کوي او په دویم پړاو کې یې بيا له پزې او خولې څخه وینه راځي.
امیري وایي، دغه وېروس د کنې په وسيله حیواناتو ته، بیا له حیوان څخه انسان او له انسان څخه بل انسان ته د جنسي اړیکو، نږدیوالي او د خولې لعب له لارې لېږدېږي.
په همدې حال کې، پر کانګو د اخته ناروغانو کورنۍ له خلکو غواړي چې له دغه وېروس څخه د مخنیوي په موخه ځان له حیواناتو لرې وساتي.
د مزارشریف اوسېدونکى عزیزالله وایي چې تره یې فخرالدین قصاب دی او له څو ورځو راهیسې پر دغې ناروغۍ اخته شوی دى.
هغه له خلکو وغوښتل چې د ډاکټرانو سپارښتنې جدي وګڼي او هم دې له حیواناتو ځانونه لرې وساتي.
دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتيا وزارت ويلي، په تېر يوه کال کې په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۲۰۰ د کانګو پېښې ثبت شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP