ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د يوه ښوونځي خېمې او څپرې سوځول شوي

کونړ کې د يوه ښوونځي خېمې او څپرې سوځول شوي

author avatar
28 May 2023 - 13:31
کونړ کې د يوه ښوونځي خېمې او څپرې سوځول شوي
author avatar
28 May 2023 - 13:31

اسعداباد (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د کونړ د پوهنې رياست وايي، د دغه ولايت په چپې درې ولسوالۍ کې نامعلومو کسانو د يوه لومړني ښوونځي خېمې او له لرګيو جوړې څپرې سوځولې دي.

دغه پېښه د تېرې جمعې په شپه رامنځته شوې او چارواکي وايي، په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

يو ځايي اوسېدونکي عنايت‌الله پژواک ته وويل، د چپې درې ولسوالۍ د چمبړوک لومړنی ښوونځی چې خېمې او څپرې يې د ځايي خلکو له خوا اخيستل شوې وې، د جمعې په شپه د نامعلومو کسانو له خوا سوځول شوي دي.

دی وايي، په دې لرې پرته سيمه کې دا يوازېنى فعال ښوونځى دی.

بلخوا د کونړ د پوهنې رييس محب‎الله حيدري پژواک ته د دغه خبر د تاييد ترڅنګ وويل چې د دې پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

هغه پژواک ته وويل: «سيمې ته د چپې درې د پوهنې مديريت تفتيش، د ولسوالۍ د استخباراتو مسوولين او نور مجاهدین ورغلي او پلټنې کوي چې دغه کار چا او ولې کړی دی.»

دی وايي، د سيمې هوا د ورځې له خوا ښه وي، پرته له خېمو هم ګوزاره کېږي خو بيا هم دوی ګوري که اړتيا وه د مرستندويه ادارو پر مټ به نورې خېمې ورته برابرې کړي.

Views: 98

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.