Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې کروندګر: د عصري کرنې برخه کې دې روزنه راکړل شي

کندهار (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۲): کندهار کې د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې لا هم تر ډېره کروندګر کرنه په دودیزه بڼه کوي؛ ځکه خو یې حاصلات کم دي او اوبه هم ډېرې ضایع کېږي.

د کندهار یو شمېر کروندګر هم وایي، له پخوا له دودیزي کرنې سره اشنا دي او د عصري کرنې په اړه ډېر نه پوهېږي.

د دوی په وینا، که څه هم د عصري کرنې په اړه ځیني وخت د کرنې ریاست او موسساتو له خوا ورته معلومات او روزنه ورکول کېږي خو بیا هم ډېر کروندګر غنم، پالېزونه او نور په پخوانۍ بڼه کري.

د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ یو کروندګر عبدالله وایي، دوی کرنه هماغه ډول کوي چې پلار او نیکه یې کرل چې تر اوسه یې په حاصلاتو کې کوم مثبت بدلون نه دی راغلی.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.