کندهار (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۲): کندهار کې د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې لا هم تر ډېره کروندګر کرنه په دودیزه بڼه کوي؛ ځکه خو یې حاصلات کم دي او اوبه هم ډېرې ضایع کېږي.
د کندهار یو شمېر کروندګر هم وایي، له پخوا له دودیزي کرنې سره اشنا دي او د عصري کرنې په اړه ډېر نه پوهېږي.
د دوی په وینا، که څه هم د عصري کرنې په اړه ځیني وخت د کرنې ریاست او موسساتو له خوا ورته معلومات او روزنه ورکول کېږي خو بیا هم ډېر کروندګر غنم، پالېزونه او نور په پخوانۍ بڼه کري.
د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ یو کروندګر عبدالله وایي، دوی کرنه هماغه ډول کوي چې پلار او نیکه یې کرل چې تر اوسه یې په حاصلاتو کې کوم مثبت بدلون نه دی راغلی.
هغه زیاته کړه: «موږ خو پر هغه پخوانۍ طریقه هر شی کرو، کله کله یې حاصلات تر پخوا کم شي خو کله کله بیا پر هغه پخواني حال وي، موږ له عصري کرنې سره بلد نه یو نو ځکه مو هیڅ شی په عصري ډول نه دي کرلي.»
کروندګر وایي، که څه هم ځینو کسانو ته د عصري کرنې برخه کې معلومات او روزنه ورکول شوي خو بیا هم خلکو لېوالتیا نه ده ښودلې؛ ځکه عملي پایله یې نه ده لیدلې.
هغوی غوښتنه کوي چې د عصري کرنې په برخه کې باید عملي کارونه وشي څو کروندګر یې عملي وویني او په ګټه یې پوه شي څو عصري کرنې ته مخه کړي.
د دغه ولایت د ژېړۍ ولسوالۍ یو کروندګر عبدالعزیز په دې اړه وایي: «بزګرانو تو باید داسي روزنه ورکول شي چې عملي یې وویني، مثال باید د کال له پيل سره باید د غنمو یا پالېزونو د کرنې په اړه بزګرانو ته دا وښودل شي چې څنګه ځمکه برابره کړي، کوم تخم او په څه شکل یې وپاشي او بیا اوبه د کال تر پایه څنګه ورکړي نو بیا به یې موږ عملي نتیجه ووینو.»
هغه زیاتوي، که له یوې خوا یې د عصري کرنې برخه کې پوهاوی کم دی خو له بلې خوا د عصري وسایلو او باکیفیته درملو نشتون هغه ستونزې دي چې د کرنیزو حاصلاتو ډېرېدو مخه یې نیولې ده.
د یاد ولایت د ډنډ ولسوالۍ یو بزګر صدیقالله په دې اړه وایي: «موږ خو اوس یوازې له بېلچې او تراکتور څخه کار اخلو، په درملو هم نه پوهېږو او کله يې چې پر غنمو یا پالېزونو وپاشو، د ګټې پر ځای تاوان ورته وکړي، نو د عصري کرنې سره عصري وسایل هم اړین دي او تر ټولو مهمه دوا ده چې باید ښه دوا بزګرو ته ورکول شي، د بازار دوا خو اکثره وخت تاوان کوي.»
د کرنیزو چارو پوهان هم وایي، که چیرې په عصري بڼه کرنه وشي، د دویزې کرنې په نسبت یې حاصلات څو چنده زیاتیږي.
د کرنیزو چارو کار پوه انجنیر مسعود شاه احمدي په دې اړه وایي: «اوس وخت موږ د اوبو له ستونزې سره مخ یو، عصري کرنه اوبه کمي غواړي خو حاصلات یې څو چنده زیاتیږي، د عصري کرنې په برخه کې له کروندګرو د یو څه د لاس خواري ډېره غواړي؛ ځمکه باید ښه هواره وي، تخم باید اصلاح شوی او په درملو ککړ شوی وي او همداسي د اوبو سیسټم باید منظم وي څو ښه حاصلات ترلاسه شي.»
د هغه په وینا، د بېلګې په توګه کله چې په دودیزه بڼه له یو جریب ځمکې یو ټن غنم ترلاسه کېږي په عصري بڼه له همدې یو جریب څخه درې ټنه غنم یا زیات ترلاسه کېدای شي.
د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین هم وایي، د دودیزي کرنې له امله د بزګرانو حاصلات کم دي.
د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنېزو چارو امیر مولوي شمسالرحمن موسي وایي، که څه هم ډېرو کروندګرو ته په بېلابېلو برخو کې د کرنې په اړه روزنه ورکول شوې خو بیا هم دوی په دودیزه بڼه کرنه ترسره کوي.
هغه زیاته کړه: «موږ وخت په وخت بزګرو ته د عصري کرنې په اړه روزنیز ورکشاپونه جوړ کړي< په ساحه کې مو له ورسره کار کړی خو ډېری بزګران یو څه خواري پر ځان نه شي وړلای، بیا هم کرنه د پخوا په شان په دودیز شکل ترسره کوي؛ ځکه یې حاصلات نه زیاتیږي.»
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










