نیلي (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۲): په دایکنډي کې د ۵۸ کورنیو روغتیايي ځالو بیارغونې چارې نن د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د ۲۰ میلیون افغانیو په مرسته پیل شوې.
دغه پروژه د ښه ژوند خوځښت (MOVE) موسسې له لوري په دغه ولایت کې پلې کېږي.
د ښه ژوند خوځښت موسسې عمومي مسوول انجنیر غلامنبي فضلي د دې پروژې پرانیستې په مراسمو کې وویل، د دغو روغتیايي ځالو لګښت شاوخوا ۲۰ میلیون افغانی دی چې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له لوري ورکول کېږي.
هغه وویل چې د دې پروژې تړون له اتو شرکتونو سره شوی چې په معیاري ډول ترمیمېږي.
هغه زیاته کړه، دغه ځالې د دغه ولایت په ۹ لرو ولسوالیو کې خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
هغه زیاته کړه چې کورنیو روغتیايي ځالو له ۲۰۱۲ کال راهیسې په دایکنډي کې فعالیت پیل کړی و چې ودانۍ یې اوس بیارغونې ته جدي اړتیا لري څو په سمه توګه ترمیم شي.
نوموړي یادونه وکړه چې دغه روغتیايي ځالې د ماشوم او مور روغتیا برخه کې خدمات وړاندې کوي او په هر مرکز کې د یوې قابلې، نرسې، ساتونکي او صفاکار په ګډون څلور حضور لري.
دغه راز هغه زیاته کړه چې دوی د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د لا زیاتو روغتیايي خدماتو وړاندې کولو لپاره هڅې کوي.
په ورته مهال، د دایکنډي ولایت مقام د دفتر رییس د دې پروژې له قراردادي شرکتونو وغوښتل چې د دغو روغتیايي مرکزونو کارونو له قرارداد سره سم ترسره کړي.
هغه ټینګار وکړ چې قراردادي شرکتونه هم مسوولیت لري چې د روغتیايي ځالو بیارغونې کارونه په سم ډول ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د دایکنډي خلک تل د روغتیايي مرکزونو لرېوالي له امله شکایت او په لرو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړېدو غوښتنه کوي.
Views: 20
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن