کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۲): له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق وايي، په وروستیو درېیو میاشتو کې يې له پنځه کلنو کمعمره ۱۴۰ زره ماشومانو ته چې له سختې خوارځواکۍ ځورېدل، تقویتي مواد وېشلي دي.
له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق (یونیسف) نن (چهارشنبه، د غبرګولي ۱۰مه) د یوه ټویټ په خپرولو سره ویلي، په تېرو درېیو میاشتو کې يې له پنځه کلنو کمعمره ۱۴۰ زره ماشومانو ته چې پر شدیدې خوارځواکۍ اخته وو، تغذي توکي او د اړتیا وړ درمل وېشلي دي.
یاد بنسټ تر دې مخکې ویلي و، د بودجې کمښت له امله نه شي کولی چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ ځانګړي خوراکي توکي چمتو کړي او ښایي د شدیدې خوارځواکۍ له امله زرګونه ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړي.
یونیسف ویلي، د دغه خوراکي توکو چمتو کولو لپاره ۲۱ میلیون ډالر فوري بودجې ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د یونیسف د تغذیې برخې مسوول ملاني ګالوین ویلي چې روان کال به په افغانستان کې ۸۷۵ زره ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.
Views: 27
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن