ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ترافیکي پېښې؛ یو کس مړ او لس نور ټپیان شوي

ننګرهار کې ترافیکي پېښې؛ یو کس مړ او لس نور ټپیان شوي

author avatar
1 Jun 2023 - 11:37
ننګرهار کې ترافیکي پېښې؛ یو کس مړ او لس نور ټپیان شوي
author avatar
1 Jun 2023 - 11:37

جلال‌اباد (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په چپرهار او روداتو ولسواليو کې د دوو ترافيکي پېښو له امله يو کس مړ او لس نور ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي نن (د غبرګولي ۱۱مه) پژواک اژانس ته وويل، یادې ترافیکي پېښې پرون د دغه ولایت په چپرهار او روداتو ولسوالیو کې رامنځته شوې چې يو کس په کې مړ شوی او لس نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، يوه ترافیکي پېښه د چپرهار ولسوالۍ اړوند د فامیلیو په ساحه کې د رېکشا او موټرسایکل د ټکر له امله رامنځته شوې چې په پایله کې یې یو کس مړ شوی او شپږ نور ټپيان دي.

زابلی زياتوي، بله پېښه چې د روداتو ولسوالۍ په درب‌ځالې سيمه کې د دوو سراچه موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې، څلور کسان پکې ټپیان شوي دي.

د يادو ترافيکي پېښو لامل نه دى په ګوته شوى، خو ډېرى مهال دغه شان پېښې د موټرچلوونکو د بې‌احتياطۍ او يا هم د سړکونو خرابوالي له امله رامنځته کېږي.

Views: 789

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.