هرات (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، په تېر یوه کال کې په دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ اخت ۲۸ زره ماشومان ثبت شوي چې له ډلې یې ۴۲۰ ماشومان مړه شوي دي.
د هرات د عامې روغتیا ریاست مرستیال محمداصف کبیر پژواک خبري اژانس ته وویل، پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو مړینه ۱۰ سلنه ده او د دې ناروغۍ د کنټرول په موخه د میندو او نوو زېږېدلو ماشومانو لپاره حمایوي پروګرامونه د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د روغتیایي ټيمونو له خوا عملي کېږي.
نوموړی زیاتوي، د عامې روغتیا ریاست شمېرې ښیي چې په هرات کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی خو ده کره سلنه وړاندې نه کړه.
د هرات د عامې روغتیا د مرستیال په خبره، اوس مهال په دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې ۱۱۹ مرکزونه فعالیت لري.
محمداصف کبیر وایي: «د ۲۸ زره ماشومانو له ډلې چې تر درملنې لاندې دي، ۸۰۰۰ یې هغه ماشومان وو چې ناروغي یې شدیده وه او ۱۱۹ هغو مرکزونو کې چې په هرات کې فعال دي، تر درملنې لاندې نیول کېږي.»
دغه راز د هرات حوزوي روغتون سرطبیب محمداصف جلالي هم وویل چې په تېر یوه کال کې پر خوارځواکۍ اخته ۴۲۲۳ ماشومان په دغه روغتیایي مرکز کې بستر شوي دي.
هغه په هرات کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو تلفاتو ته په اشاره زیاته کړه، په تېر یوه کال کې په سختې خوارځواکۍ اخته ۴۲۰ ماشومان مړه شوي دي.
په هرات کې پر خوارځواکۍ د اخته کېدو عمده لامل بېوزلي او لوږه یادیږي او پر خوارځواکۍ اخته ډېری ماشومان د بېوزلو کورنیو دي چې له لرو پرتو ولسوالیو د هرات حوزوي روغتون کې بستریږي.
د یاد ولایت د فارسي ولسوالۍ یوه مور معصومه چې ۹ میاشتنۍ لور یې په خوارځواکۍ اخته ده، حوزوي روغتون ته یې وروړې څو درملنه یې وشي.
معصومې، چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی، پژواک ته وویل، له دوو میاشتو راهیسې یې لور کم خونه شوې او بدن یې خپل عادي حالت له لاسه ورکړی، د ولایت له روغتیایي مسوولینو غواړي څو له ټولو امکاناتو په استفادې یې لور ته رسېدنه وکړي.
په همدې حال کې، په هرات کې یو روغتیایي کارپوه منوچهر مطهري وایي، د ناروغیو پر وړاندې د بدن معافیت ټیټېدل یو له هغو عمده عواملو دي چې ماشومان پر خوارځواکۍ اخته کېږي او د خوارځواکۍ مخنیونې په موخه کورنۍ باید خپلو ماشومانو ته سم خواړه ورکړي.
مطهري زیاته کړه، د ماشومانو پر خوارځواکۍ د اخته کېدو مخنیوي په موخه غوره کار ماشومانو ته سم خواړه ورکول دي او دغه راز له ۶ یا ۸ میاشتو وروسته ماشومانو ته د اوسپنې (ایاېنډي) شربت ورکړي څو پر خوارځواکۍ اخته نه شي.
د هرات حوزوي روغتون کې د روغتیایي سرچینو په خبره، اوسمهال په منځني ډول د ورځې له ۸۰ تر ۸۵ پر خوارځواکۍ اخته ماشومان بستر او تر درملنې لاندې نیول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي وو چې په هېواد کې اقتصادي بحران، لوږې او بېوزلۍ په مستقیم ډول ماشومان د خطر له ګواښ سره مخ کړي دي.