کابل (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، په روان کال کې یې د کوچني مقیاس ۱۹ کانونه په قرارداد ورکړي دي او هڅه کوي چې د لوی مقیاس ۱۰ کانونه هم په قرارداد ورکړي چې ورسره به زرګونه کسانو ته کار زمینه برابره شي.
د یادونې ده، د کانونو او پټرولیم وزارت په ۱۴۰۱ کال کې نږدې ۷۰ کانونه په قرارداد ورکړي وو چې له درکه یې ۱۷ میلیارد ۴۸۷ میلیون افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.
د یاد وزارت ویاند همایون افغان له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل: «د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، تر اوسه شاوخوا ۱۵۰ لوی او کوچني کانونه مو په قرارداد ورکړي دي.»
هغه وایي، ډېری دغه کانونه په کابل، غزني، بغلان، ننګرهار، خوست، هلمند او ځینو نورو ولایتونو کې په قرارداد ورکړل شوي چې په دې کې د مرمر ډبرې، ګچ، تراورتن، فلورایټ، نفرایټ، مالګې، سرب او جست کانونه شامل دي.
د نوموړي په وینا، په روان ۱۴۰۲ کال کې د کوچني مقیاس ۱۹ کانونه قرارداد ته سپارل شوي دي.
هغه زیاته کړه، د پکتیا ولایت سرپنټین «د ممتاز ایاز لمیټډ سوداګریز شرکت» ته، د خوست ولایت کرومایټ «د کریم وردګ د کانونو استخراج شرکت» ته، د پکتیا ولایت ټالک «د کریم وردګ د کانونو استخراج شرکت» ته، د تخار ولایت ډبرو سکاره «د خالد عزیز وروڼو شرکت» ته، د تخار طلای پاشان «د چندوزندی کانونو استخراب او پروسس شرکت» ته په قرارداد ورکړل شوي دي.
هغه زیاته کړه، د پکتیا ولایت کرومایټ «د آرجیایم انټرنشنل ګروپ» ته، د کندهار فلورایټ «د ګري ولف د کانونو استخراج او پروسس لوژستیکي شرکت» ته، د میدان وردګو ولایت مرمر «د رحمت فضل د کانونو استخراج او پروسس او ساختماني توکو شرکت» ته، د بادغیس ګچ ډبرې «د حبیب خلیل د کانونو استخراج شرکت» ته، د خوست ولایت کرومایټ «د ایوب نوري لمیټډ شرکت» ته، د پروان ولایت تراورتین «د محبي د ساختماني توکو او سنګ بري شرکت» ته، د غزني ولایت مرمر «د کمال افغان د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو استخراج او تولید شرکت» ته په قرارداد ورکړل شوي دي.
سرچینې وویل، د ننګرهار ولایت نفرایټ «د جاوید رضوان د کانونو استخراج شرکت» ته، د بامیان سرب او جست «د افغان دوراني د کانونو استخراج او پروسس شرکت» ته، د ننګرهار ولایت نفرایټ «د احمد سبحان د استخراج او پروسس شرکت» ته، د تخار مالګه «د اسیا پامیریان د کانونو استخراج او پروسس شرکت» ته، د ننګرهار نفرایټ «د رونا د کانونو استخراج او پروسس شرکت» ته او د تخار مالګه «د سکای اریا د کانونو استخراج شرکت» ته په قرارداد ورکړل شوي دي.
همایون افغان وايي، یاد هر کان له ۲ تر ۵ کلونو پورې یادو شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوی چې په ټولیز ډول نږدې ۳۰۰۰ کسانو ته په مستقیم او زرګونو نورو ته په غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابروي.
هغه زیاته کړه، د هغو شرکتونو له ډلې چې ورسره قرارداد شوی، د «اریا سکای د کانونو استخراج شرکت» ویلي چې د تخار ولایت د مالګې له کان څخه د مالګې را ایستلو له لارې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابروي چې د لاسلیک شوو تړونونو په منځ کې تر ټولو لوړه شمېره ده.
هغه وویل، د لاسلیک شوو قراردادونو له ډلې «د ممتاز ایاز لمیټډ سوداګریز شرکت» د پکتیا ولایت په سرپنټین کان کې ۱۶ کسانو ته د کار زمینه برابروي چې تر ټولو کمه شمېره ده.
د هغه په وینا، د کانونو د کار پیل توپیر لري او هیڅ یو کان د قرارداد له لاسلیک وروسته سملاسي کار نه پیلوي، بلکې د کوچنیو قراردادونو د اکتشاف پړاو دری تر نهو میاشتو وخت نیسي چې وروسته استخراجېږي.
سرچینه وایي، د لوی مقیاس کانونه ډېر وخت نیسي، د بېلګې په ډول د قشقري د نفتو قرارداد چې له چینایانو سره تمدید شوی، دری لومړني کلونه یې د اکتشاف وخت وي او وروسته بیا استخراجېږي.
د لوی مقیاس درې کانونه قرارداد ته چمتو دي او پر ۷ ورته کانونو کار جریان لري
افغان وویل: «هڅه کوو څو لږ تر لږه دری لوی کانونه په قرارداد ورکړو، طبیعي ده چې د لوی کانونو له قراردادونو څخه هېواد ته ډېره بهرنۍ پانګه راجلب کېږي او زموږ زرګونه هېوادوالو ته د کار زمینه برابرېږي.»
هغه په هرات ولایت کې د غوریانو اوسپنې کان (څلور بلاکونه)، د غور سرب او جستو (څلور بلاکونه) او د تخار ولایت د سمټي سرو زرو کان -چې د پروپوزلونو د ارزونې پړاوونه یې د بین الوزراتي کمېټې له لورې پای ته رسېدلي او ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې په قرارداد ورکړل شي- د لویو کانونو په توګه یاد کړل.
هغه وویل چې د کندهار سمنټ او د سرپل ولایت د قشقري نفت هم له لویو پروژو څخه دي چې په قرارداد ورکړل شوي چې په هره بلاک کې یې سلګونه میلیون پانګونه کېږي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، که یاد کانونه په قرارداد ورکړل شي نو له دې درکه به میلیاردونه ډالر پیسې افغانستان ته راشي او هم به ډېری هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.
افغان وویل، د تخار د سمتي سرو زرو کان د قرارداد کار د نهایی کېدو په حال کې دی.
هغه وایي: «په ۱۴۰۲ کال زموږ په عمده پلانونو او پروګرامونو کې له چینایي اړخ سره د مس عینکو په اړه د مذاکراتو بشپړول شامل دي.»
نوموړي زیاته کړه چې د لوګر ولایت د مس عینک قرارداد د جمهوریت په وخت کې له یوې چینایي کمپنۍ سره لاسلیک شوی و او د ځینو ستونزو له امله یې کار درېدلی و، خو هڅې روانې دي څو دغه قرارداد بیا لاسلیک او عملي کارونه یې پيل شي.
افغان زیاته کړه: «افغانستان ډېرې لویې سرچینې لري، انشاالله که افغانستان کانونه په سم او صحیح ډول مدیریت شي، څنګه چې اسلامي امارت یې اوس مدیریت کوي، خوشبینه یو چې افغانستان به په نږدې راتلونکي کې له هر اړخه پر ځان بسیا شي.»
د هغه په وینا، د سرپل ولایت د قشقري نفت له قرارداد پرته نور ټول قراردادونه د هېواد له کورنیو شرکتونو سره لاسلیک شوي دي.
سرچینې زیاته کړه: «موږ خپلو کورنیو پانګهوالو او شرکتونو ته لومړیتوب ورکوو، طبیعي ده کله چې له کورنیو شرکتونو سره قرارداد کیږي، د هغو ګټه ډېره ولس او هېواد ته راګرځي.»
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن