ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کانونو وزارت: د لوی مقیاس درې کانونه قرارداد ته چمتو دي

د کانونو وزارت: د لوی مقیاس درې کانونه قرارداد ته چمتو دي

author avatar
4 Jun 2023 - 18:08
د کانونو وزارت: د لوی مقیاس درې کانونه قرارداد ته چمتو دي
author avatar
4 Jun 2023 - 18:08

کابل (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، په روان کال کې یې د کوچني مقیاس ۱۹ کانونه په قرارداد ورکړي دي او هڅه کوي چې د لوی مقیاس ۱۰ کانونه هم په قرارداد ورکړي چې ورسره به زرګونه کسانو ته کار زمینه برابره شي.

د یادونې ده، د کانونو او پټرولیم وزارت په ۱۴۰۱ کال کې نږدې ۷۰ کانونه په قرارداد ورکړي وو چې له درکه یې ۱۷ میلیارد ۴۸۷ میلیون افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.

د یاد وزارت ویاند همایون افغان له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل: «د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې د اسلامي امارت له  واکمنېدو وروسته، تر اوسه شاوخوا ۱۵۰ لوی او کوچني کانونه مو په قرارداد ورکړي دي.»

هغه وایي، ډېری دغه کانونه په کابل، غزني، بغلان، ننګرهار، خوست، هلمند او ځینو نورو ولایتونو کې په قرارداد ورکړل شوي چې په دې کې د مرمر ډبرې، ګچ، تراورتن، فلورایټ، نفرایټ، مالګې، سرب او جست کانونه شامل دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.