ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل کې د یوه ښوونځي ۶۰ زده‌کوونکې مسمومې شوې دي

سرپل کې د یوه ښوونځي ۶۰ زده‌کوونکې مسمومې شوې دي

author avatar
4 Jun 2023 - 18:26
سرپل کې د یوه ښوونځي ۶۰ زده‌کوونکې مسمومې شوې دي
author avatar
4 Jun 2023 - 18:26

سرپل (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د سرپل امنیتي سرچینې وایي، د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ د یوه ښوونځي شاوخوا ۶۰ زده‌کوونکې نجونې مسمومې شوې دي.

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند دین‌محمد نظري پژواک خبري اژانس ته وویل، وړمه شپه یو شمېر ناپېژانده کسان د سانچارک ولسوالۍ په آب کلان کلي کې د نجونو یوه منځني ښوونځي ته ننوتلي، ټولګي یې سم‌پاشي کړي او د همغې شپې په سبا ۶۰ زده‌کوونکې مسمومې شوې دي.

هغه وویل چې د امنیې قوماندان هم سیمې ته تللی دی.

نوموړي زیاته کړه، په آب کلان کلي کې مخابراتي شبکې کار نه کوي، له ځايي مسوولینو سره له اړیکې نیولو وروسته به د دې قضیې په تړاو جزئیات له رسنیو سره شریک شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.