Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ارشیف

میدان‌ښار (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د نشه‌يي توکو د توليد يوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده.

د ميدان وردګو د سيداباد ولسوالۍ امنیه قوماندان مولوي محمد داوود طیب پژواک اژانس ته وويل چې تېره ورځ د دې ولسوالۍ د شنیز درې په هفت آسیاب سیمه کې د نشه‌يي توکو يوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده.

هغه وویل، په یاده کارخونه کې ۲۷۴ کیلوګرامه ژوندۍ چینه، دوه نیم کیلوګرامه شیشه، ۱۰ لېتره تېزاب، ۱۳ خالي بېرله او د نشه‌یي توکو د کارخونې اړوند نور وسایل ترلاسه شوي دي.

د یادونې ده، يوه میاشت وړاندې هم د یاد ولایت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري ۹۰۸ کیلوګرامه نشه‌یي توکي له منځه وړل شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.