ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترکمنستان په افغانستان کې د روږدو درملنې لپاره د مرستې چمتووالی وښود

ترکمنستان په افغانستان کې د روږدو درملنې لپاره د مرستې چمتووالی وښود

author avatar
7 Jun 2023 - 14:44
ترکمنستان په افغانستان کې د روږدو درملنې لپاره د مرستې چمتووالی وښود
author avatar
7 Jun 2023 - 14:44

کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۲): په کابل کې د ترکمنستان سفیر د افغانستان د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې له معین سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې د روږدو درملنې او نورو مواردو کې مرستې ته چمتو دی.

د کورنیو چارو وزارت نن (د غبرګولي ۱۷مه) په یوه ټويټ کې ویلي چې له نشه‌یي توکو سره د مبارزې معین عبدالحق اخند همکار په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه اویزوف لقمان سره لیدلي دي.

په دغه ټويټ کې لیکل شوي چې د ترکمنستان سفیر او ورسره پلاوي له نشه‌یي توکو سره د مبارزې معینیت له اقداماتو او لاسته‌راوړنو ستاینه کړې ده.

نوموړي ویلي، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د روږدو په درملنه او نورو مواردو کې مرسته وکړي.

د یاد ټويټ په پای کې یادونه شوې چې دواړو خواوو پر متقابلو همکاریو هوکړه وکړه.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.