ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپرست حکومت، امریکا او ملګرو ملتونو د بدخشان چاودنه وغندله

سرپرست حکومت، امریکا او ملګرو ملتونو د بدخشان چاودنه وغندله

author avatar
8 Jun 2023 - 22:56
سرپرست حکومت، امریکا او ملګرو ملتونو د بدخشان چاودنه وغندله
author avatar
8 Jun 2023 - 22:56

اټلانټا (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان سرپرست حکومت، ملګرو ملتونو او امریکا د افغانستان  د بدخشان ولایت په یوه جومات کې هغه چاودنه وغندله چې په ترڅ کې یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه چاودنه نن (پنجشنبه) له غرمې مخکې شاوخوا لس نیمې بجې د فیض اباد ښار د نوي ښار د لومړۍ حصې اړونده په نبوي جومات کې د بدخشان ولایت مقام د مرستیال او سرپرست مولوي نثار احمد احمدي د فاتحې په مراسمو کې وشوه.

مولوي احمدي دوه و رځې مخکې په فیض اباد ښار کې د یوه موټر بم ځانمرګي برید په ترڅ کې وژل شوی و.

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې دغه چاودنه غندلې چې په ترڅ کې یې ۱۱ تنه مړه او ۳۰ ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې، امنیتي ځواکونو ته دنده سپارل شوې چې ددې جنایت عاملین پیدا او د خپل عمل په سزا یې ورسوی.

افغانستان لپاره دامریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د غبرګولي په ۱۸مه په یوه ټویټ کې دغه چاودنه په کلکه غندلې ده.

هغه زیاته کړې چې امریکا په مقدسو ځایونو کې چاودنې غندي چې په ترڅ کې یې ملکي خلکو ته تلفات اوښتي دي.

بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما په یوه ټویټ کې ویلي، چې په بدخشان ولایت کې د چاودنې او ملکي وګړو د تلفاتو په اړه یې خواشینوونکي راپورونه ترلاسه کړي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې یوناما دټولو هغو چاودنو او بریدونو غندنه کوي، چې په ترڅ کې یې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

دغه راز یو شمېر نورو هېوادونو، سیاسي مشرانو، پخواني ولسمشر حامد کرزي، دسولې شورا پخوانی مشر ډاکتر عبدالله عبدالله او ځینو نورو کسانو هم دا چاودنه غندلې ده.

 

Views: 26

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.