Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هلمند په واشیر کې خلک د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي

لښکرګاه (پژواک، ۲۰  غبرګولی ۱۴۰۲): د هلمند د واشير ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دوی په سیمه کې ډېری کارېزونه وچ شوي او خلک د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.

د واشير ولسوالۍ د ګرازان سیمې یوه اوسېدونکي محمدموسی پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی په سیمه کې نه یوازې د کروندو لپاره اوبه کمې دي، بلکې خلک د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره هم مخ دي.

د هغه په وینا، خلک له ډېرو لرو سیمو د موټرسایکل، بایسکل او یا مرکبو په وسیله د څښاک پاکې اوبه راوړي.

د یادې ولسوالۍ د فولاد سیمې اوسېدونکی عبدالباقي هم وايي، دوی د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي، ځکه په ډېرو سیمو کې کارېزونه وچ شوي دي.

نوموړي له حکومته وغوښتل چې دوی ته دې د څښاک پاکو اوبو زمینه برابره کړي.

بلخوا حکومتي مسوولین هم مني چې په سیمه کې ډېری کارېزونه وچ شوي او خلکو د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.

خو وايي، دوی دا ستونزه د ولایت او مرکزي حکومت له مسوولینو سره شریکه کړې ده او هغوی هم د همکارۍ ډاډ ورکړی.

د واشير ولسوالۍ مالي او اداري مدیر مولوي عبدالحکیم سجاد پژواک خبري اژانس ته وویل: «خلک رښتیا وايي، په سیمه کې ډېری کارېزونه وچ شوي دي.»

هغه زیاته کړه چې د حکومت مسوولینو د یادې ستونزې د حل لپاره د همکارۍ ژمنه کړې ده او هیله ده چې دا ستونزه حل شي.

په عین وخت کې بیا د هلمند سینديزې حوزې ریاست د انجینري برخي امر محمد فریدون د واشير ولسوالۍ د خلګو ستونزې مني او زیاتوي، هڅه کوي څو د دې ولسوالۍ د خلګو ستونزه حل کړي .

نوموړي وویل، د واشير په ډېرو سیمو کې يې د اتو چک‎ډيمونو سروې کړې او کارونه به يې پيل شي.

هغه زیاته کړه: «د واشير ولسوالۍ په کره‌کان ګله‌بېده، اجرم، شاه میرزا، چاه‌دراز، لوندک، نوده او دوزک سیمو کې يې د اتو چک‌ډیمونو تخنیکي او اجتماعي سروې ترسره شوې دي او د بودجې په وررسېدو سره به يې کارونه پیل شي.»

نوموړي د سیمې له خلکو وغوښتل چي د اوبو په سپما کې خپل رغنده رول ولوبوي څو په راتلونکي د اوبو له کمښت سره مخ نه شي.

بلخوا بیا د هلمند د کلیو بیارغوني او پراختیا رییس ملا محمود ثاني وايي، تر ځمکې لاندې اوبو کچه ټيټه شوې او په ډېرو سیمو کې یې له امله خلک له ستونزو سره مخ دي.

دی وايي، حکومت هڅه کوي چې په ټولو سیمو کې له توان سره سم خلکو ته بندونه جوړ کړي او د څښاک پاکو اوبو ستونزه حل کړي.

نوموړي وویل: «په تېرو ۱۲ میاشتو کې مو په موسی‌کلا، نوزاد، کجکي، سنګین او ګرشک ولسوالیو کي ۱۸ د پاکو اوبو شبکې چمتو کړې دي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.