Language

د بلخ اوسېدونکي: حکومت دې د مولانا جلال‌الدین بلخي خانقاه ورغوي

مزارشریف (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د بلخ اوسېدونکي او فرهنګیان د مولانا جلال‌الدین بلخي د خانقاه او مدرسې د ویجاړېدو په اړه اندېښمن دي او له حکومته يې د بېرته رغولو غوښتنه کوي.

یادې تاريخي آبدې يو مهال د سيمې په کچه لوړ معنوي ارزښت درلوده، خو اوس يې يواځې دوه سرطاقونه، نيم نړېدلى ګنبد او څلورو خواوو ته يې لوېدلي دېوالونه پاتې دي.

شاوخوا یوه لسیزه وړاندې د ترکيې هېواد ژمنه کړې وه چې ياده خانقاه به رغوي؛ که څه هم په ۱۳۹۳ لمریز کال کې يې د رغولو يو لړ مقدماتي چارې د ترکانو له خوا پیل شوې وې، خو بيا يې د نامعلومو دلايلو له امله کار ځنډېدلی دی.

اوس د بلخ اوسېدونکي او فرهنګیان وايي، که حکومت دغه مهم فرهنګي ميراث ته جدي پاملرنه ونه کړي، کېداى شي په ټوليزه توګه له منځه ولاړ شي.

د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور پخوانی رییس او ليکوال صالح‌محمد خلیق وایي، یاده تاریخي ابده خپل معنوي او اقتصادي ارزښت لري، که چېرته ورغول شي نو ګڼ شمېر سیلانیان به ځانته جذب کړي او د حکومت لپاره به د عواېدو یوه ښه سرچینه شي.

خلیق مولانا جلال‌الدین بلخي یو نړۍوال شخصیت ګڼي او وایي، مولانا نړۍوالو او په تېره افغانانو ته ځانګړی ارزښت لري او د هغه نوم یادې خانقاه ته مهم ارزښت ورکړی دى.

نوموړی دغه‌راز د یادې تاریخي آبدې د ویجاړېدو په اړه اندېښنه ښيى او له سرپرست حکومته غوښتنه کوي چې د رغولو چارې یې پیل کړي.

د مولانا جلال‌الدين محمد بلخي خانقاه او مدرسه له مزارشريف ښار څخه ۲۰ کیلومتره لرې د بلخ ولسوالۍ په خواجه بهاوالدین کلي کې موقعيت لري.

د یاد کلي اوسېدونکى مبارک‌شاه وايي، لس کاله وړاندې د دغې خانقاه شاوخوا ته ۲۸ کورنۍ اوسېدلې چې د ترکیې هېواد له خوا دوی ته ښارګوټی جوړ شو او دوی له دغه ځایه کډه شول.

خو نوموړی وایي چې د لسو کلونو په تېرېدو سره لا هم د دغې خانقاه د رغولو چارې ترسره نه شوې او د نامعلومو دلايلو له مخې په ټپه ولاړې دي.

همداراز دغې سيمې ته يو ورغلى سيلاني شهاب‌الدین وایي چې دغه تاریخي میراث باید وساتل شي او حکومت یې باید د رغولو چارې پیل کړي.

بل لورته، د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او فرهنګ مدیر ذبیح‌الله آریایي وایي، شاوخوا پنځه کاله وړاندې د یادې تاریخي ابدې د ساتنې په موخه خانقاه ته یو محافظتي چت جوړ شوی دى.

هغه زیاتوي، د يادې آبدې د بېرته رغولو په اړه يې له اړوند وزارت سره خبرې کړې او هيله‌من دى چې په اړه يې اقدام وشي.

د يادونې ده، د مولانا جلال‌الدين بلخي پر خانقاه سربېره، په هېواد کې ګڼ شمېر نورې تاريخي ځایونه او ابدې هم د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دي او خلک يې د بيارغولو غوښتنه کوي.