Language

د کرکټ اسیا جام سیالیو نېټه اعلان شوه

اټلانټا (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۲): د کرکټ اسیا جام سیالۍ چې د پاکستان او سریلانکا په کوربه‌توب ترسره کېږي، د پیل نېټه یې پرون اعلان شوې ده.

په دوبۍ کې د کرکټ اسیایي شورا لخوا پرون په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسیا جام یو ورځنۍ سیالۍ د ۲۰۲۳ زیږدیز کال د اګست په ۳۱مه پیل او د سپتمبر تر ۱۷مې به دوام وکړي.

سرچینې زیاته کړې چې د دې سیالیو لومړۍ څلور لوبې به په پاکستان او پاتې ۹ لوبې به په سریلانکا کې ترسره کېږي.

په دې سیالیو کې افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګله‌دېش، سریلانکا او د نیپال لوبډلې برخه اخلي.

دا لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې چي افغانستان، بنګله‌دېش او سریلانکا په الف ګروپ او پاکستان، هندستان او نیپال په ب ګروپ کې دي.

تېر ځل اسیایي جام سریلانکا ګټلې و.