ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دبلیواف‌پي په پروان کې له ۱۷۵۰ اړو کورنیو سره مرسته وکړه

دبلیواف‌پي په پروان کې له ۱۷۵۰ اړو کورنیو سره مرسته وکړه

author avatar
16 Jun 2023 - 17:03
دبلیواف‌پي په پروان کې له ۱۷۵۰ اړو کورنیو سره مرسته وکړه
author avatar
16 Jun 2023 - 17:03

کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولي ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د پروان ولایت په مرکز کې له ۱۷۵۰ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

د پروان ولايت د کليو پراختيا رييس ملا عبدالصمد صادق وايي، چې د هرې کورنۍ لپاره په دې مرستو کې پنځوس کيلوګرامه اوړه، پنځه ليتره غوړي، شپږ اعشاریه درې کیلوګرامه لوبيا او يو کيلو مالګه شامل دي.

هغه وویل، دغه خوراکي د یوې خیریه موسسې «AWARD» په همکارۍ پر اړو کسانو وېشل شوي دي.

هغه زياته کړه، دغه مرسته د نړيوال خوراکي پروګرام د مرستو دويمه برخه وه، چې د يادې ادارې په همکارۍ او د کليو پراختيا رياست د کاري ټيم په نظارت سره د دغه ولايت په مرکز کې ووېشل شوه.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.