کندوز (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۲): د کندوز یو شمېر صنعتکاران له سرپرست حکومته غواړي چې له صنعتکارانو او خصوصي فابریکو ملاتړ وکړي او په دولتي ادارو کې د دوی له تولیداتو د استفادې او بازار زمینه برابره کړي.
د کندوز د صنایع او کانونو اتحادیې رییس عبدالعزیز زرنګ نن په یوه غونډه کې وویل، که د حکومت له خوا صنعتکارانو ته صنعتي ښارګوټی جوړ شي، نو تولیدات به یې ډېر او ګڼو خلکو ته به د کار زمینه برابره شي.
هغه وایي، د صنعتي ښارګوټي نشتوالی په یاد ولايت کې د فابریکهلرونکو پر وړاندې يوه جدي ننګونه ده او جوړېدل به يې د اقتصادي فعاليتونو په وده کې اغېزناک تمام شي.
نوموړي وویل: «زموږ ستونزې خو ډېرې دي، خو د صنعتي پارک نشتوالی یوه عمده ستونزه ده؛ باید دې برخه کې پاملرنه وشي.»
زرنګ له حکومته غوښتنه وکړه چې له صنعتکارانو او خصوصي فابریکو ملاتړ وکړي او تولیداتو ته یې په دولتي ادارو کې د استفادې او بازار زمینه برابره کړي.
په کندوز کې د لبنیاتو د تولید د یوه شرکت مالک میراجان وايي، که حکومت په دغه ولایت کې د غواګانو فارمونو جوړولو زمینه برابره کړي، د دوی په تولیداتو کې به زیاتوالی راشي او دا چاره به په هېواد کې پر اقتصاد او کارموندنې مثبت اغېز وکړي.
په دغه حال کې، د کندوز ولایت مقام د دفتر رییس عبدالغفور شهیدزوی وایي، دوی هڅه کوي څو له داخلي تولیداتو ملاتړ وکړي او بازار ورته برابر کړي.
هغه زیاته کړه: «له مرکزه هدایت شوی چې له داخلي تولیداتو استفاده وکړو؛ موږ ټولو ادارو ته مکتوبونه استولي څو په راتلونکي کې له داخلي تولیداتو استفاده وشي.»
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د اقتصادي ننګونو له امله په کندوز ولایت کې لسګونه تولیدي فابریکو خپل فعالیت بند کړی دی.
Views: 57
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن