فېروزکوه (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۲): د غور امنیه قومانداني وایي، یو ماشوم په هریرود سیند کې د لامبو پر مهال ډوب او مړ شوی دی.
د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري پژواک خبري اژانس ته وویل: «پرون له غرمې وروسته یو ماشوم چې په هریرود سیند کې یې لامبل، په سیند کې ډوب شوی او ژوند له لاسه ورکړی دی.»
د نوموړي په وینا، یاد ماشوم د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ اوسېدونکی و چې مړی یې د امنیې قوماندانۍ د امنیتي ځواکونو له لوري له سیند څخه ایستل شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی.
هغه وایي، وخت ناوخته د کورنيو او ځوانانو د بېپامۍ له امله په هريرود سیند کې ځیني تنکي ځوانان او ماشومان د لامبو پر مهال ډوبېږي او ژوند له لاسه ورکوي.
Views: 96
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن