Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اروزګان په یوه کلي کې د سترګو لسګونو ناروغانو درملنه پيل شوه

د اروزګان په یوه کلي کې د سترګو لسګونو ناروغانو درملنه پيل شوه

author avatar
20 Jun 2023 - 15:25
د اروزګان په یوه کلي کې د سترګو لسګونو ناروغانو درملنه پيل شوه
author avatar
20 Jun 2023 - 15:25

ترینکوټ (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۲): د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته پرون د اروزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ په یوه کلي کې د سترګو لسګونو ناروغانو درملنه پيل شوه.

پژواک خبري اژانس د روان کال د غويي په ۲۰مه نېټه راپور خپور کړ چې د دهراوود ولسوالۍ اړوند د میاندو سیمې په محی‌الدین کلي کې لسګونه کسان مورزادي ړانده دي او یا يې لید کمزوری دی.

د دغه راپور له خپرېدو وروسته پرون (د غبرګولي ۲۹مه) د عامې روغتيا وزارت له خوا محی‌الدین کلي ته د سترګو متخصصانو یو ټیم ورغلی او د ناروغانو درملنه يې پيل کړې ده.

د پژواک د راپور له مخې، په یاد کلي کې له ۷۰ ډېر کسان پر سترګو معلول دي چې ټول په ارثي بڼه نسل په نسل له دې ستونزې سره مخ شوي دي.

د کلي د اوسېدونکو په وینا چې د دوی نیکه محی‌الدین هم پر دې ناروغۍ اخته و او له هغه وروسته نسل په نسل ټول پر سترګو معلول دي.

د پژواک د راپور له خپرېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته، د عامې روغتيا وزارت یاد کلي ته د سترګو د ډاکټرانو یو ټیم استولی چې پرون يې د ناروغانو معاینه او درملنه پيل کړه.

د عامې روغتیا وزارت د سترګو څانګې آمر ډاکټر اغا‌محمد عابد توتاخېل وویل، دوی د پژواک د راپور له لارې خبر شول چې په دهراوود ولسوالۍ کې ډېر کسان د سترګو ستونزه لري او د درملنې لپاره يې ورغلي دي.

هغه زیاته کړه: «تر هغه وروسته چې د رسنیو له خوا په دهراوود کې د یوه کلي د ګڼ شمېر معلولو کسانو د ستونزو او غوښتنو اړوند راپور خپور شو، نو د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد هدایت وکړ چې ژر تر ژره سیمې ته ځان ورسوو.»

نوموړي وویل، د وزارت له خوا د سترګو د متخصصانو ډله به د یاد کلي د سترګو ناروغان تشخیص او درملنه به یې وکړي.

عابد وایي: «کوم کسان چې دلته یې تشخیص ناممکن وي، هغوی به مرکز کابل ته انتقال کړو او هلته به یې درملنه وشي.»

نوموړي زیاته کړه: «تر اوسه مو د یاد کلي تر ۳۰ پورې اوسېدونکي چې ماشومان او ښځې هم پکې شامل دي، تشخیص کړي دي.»

د هغه په وینا، د دوی د تشخیص له مخې چې د یاد کلي ټول اوسېدونکي د «ولادي پردې» په نوم د سترګو پر ناروغۍ اخته دي.

هغه وايي، که دغه کسان له زېږېدو دوه میاشتې وروسته ډاکټر ته بیول شوي وای، نو درملنه یې شونې وه.

ډاکټر توتاخېل وایي: «د پوهاوي او زده‌کړو نه‌شتون او پر وخت روغتیایي مرکز ته نه مراجعه د دې لامل شوې چې د دې کورنۍ کابو څلورم نسل ته دا ناروغي ورسېږي.»

نوموړی زیاتوي، یاده ناروغي د درملنې وړ ده او د یوه منظم پلان له مخې به د دغې کورنۍ د غړو درملنه -چې د سترګو د پردو عملیات کول دي- پیل کړي.

د عامې روغتیا وزرات د سترګو څانګې مسوول وایي، په لومړي پړاو کې به د یادې کورنۍ له لسو کلونو څخه کم‌عمره ماشومان عملیات شي؛ ځکه چې په دغه عمر کې د عملیاتو پایله ښه وي او پاتې نور غړي به یې وروسته عملیات شي.

د عامې وزارت دغه مسوولین هیله لري چې د هغوی پیل شوې هڅې به مثبته پایله ورکړي.

ډاکټر عابد وایي، د محی‌الدین د کورنۍ مشرانو ته یې د ترسره کېدونکې درملنې اړوند پوهاوی ورکړی او په راتلونکي کې د سترګو له ناروغۍ څخه د خلاصون لپاره یې هم ځینې سپارښتنې ورته کړې دي.

نوموړی وایي، له یادې ناروغۍ څخه د دې کورنۍ د راتلونکي نسل ژغورلو لپاره اړینه ده چې میندې له زېږون مخکې ځیني وقایوي واکسینونه تطبیق کړي او پر دې ناروغۍ اخته نوزېږي ماشومان د دوو میاشتو په موده کې عملیات کړي.

په ورته مهال، د محی‌الدین کورنۍ خوشحاله ده چې تر لسیزو وروسته یې په لومړي ځل د درملنې لپاره هڅې پیل شوې دي.

د یادې کورنۍ یوه غړي جانېثار پژواک اژانس ته وویل، دا لومړی ځل دی چې مسوولین د دوې د کورنۍ د سترګو درملنې لپاره اقدام کوي.

نوموړي زیاته کړه، په لومړۍ ورځ د هغوی د کورنۍ ۳۰ ناروغان د ولسوالۍ روغتیایي مرکز ته وغوښتل شول، څو د هغه روغتیایي ټيم له خوا یې معاینه او درملنه وشي، چې له کابل څخه راغلی دی.

هغه وایي، روغتیاپالانو ورته ډاډ ورکړی چې د دې ناروغۍ درملنه شونې ده او ډېر ژر به د عادي کسانو په څېر ژوند کول پیل کړي.

هغه هیله لري چې دا هڅې به د هغوی د ستونزې پای شي.

د یادې کورنۍ یوه بل غړي عبدالکریم بیا له رسنیو مننه وکړه چې د هغوی ستونزې یې تر لوړپوړو مسوولینو ورسولې.

هغه له عامې روغتیا وزارت څخه غوښتنه کوي، هغه ناروغان چې دلته یې درملنه ناشونې وي، په مرکز کابل کې او یا له هېواده بهر ورته د درملنې زمینه برابره کړي.

د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د لسګونو معلولینو د کورنۍ غړي وایي، تر هغه وروسته چې په رسنیو کې د دوی د ستونزو اړوند راپور خپور شو، ګڼ شمېر بنسټونو ورسره اړیکه نیولې او د همکارۍ ترڅنګ د درملنې ډاډ ورکول شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.