ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بښنې نړۍوال سازمان: پاکستان دې له ځنډ پرته د افغان کډوالو نیول او ځورول ودروي

د بښنې نړۍوال سازمان: پاکستان دې له ځنډ پرته د افغان کډوالو نیول او ځورول ودروي

author avatar
20 Jun 2023 - 17:44
د بښنې نړۍوال سازمان: پاکستان دې له ځنډ پرته د افغان کډوالو نیول او ځورول ودروي
author avatar
20 Jun 2023 - 17:44

کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۲): د بښنې نړۍوال سازمان د کډوالو نړۍوالۍ ورځې په مناسبت په خپل یوه راپور کې له پاکستانه غوښتي چې له ځنډ پرته دې د افغان کډوالو خپلسره نیول او ځورونه ودروي.

ياد سازمان دغه راپور نن (سه‌شنبه) خپور کړی دی.

په راپور کې راغلي، په پاکستان کې افغان کډوال چې ډېر يې د ۱۴۰۰ کال په زمري مياشت کې له سياسي تحول وروسته دغه هېواد ته تللي، د خپل‌سرو نیونو او ایستلو له ګواښ سره مخ شوي دي.

سرچينه زياتوي چې ډېر افغانان په عادي‌ ویزو پاکستان ته تللي او هلته یې اوس د کډوالو په توګه د ثبتېدو پروسه د پام وړ ټکنۍ ده او د ویزو وخت یې هم تېر شوی دی.

د بښنې نړۍوال سازمان د سوېلي اسیا د څانګې مرستیال ډینوشیکا ډيسانایاک ويلي: «دا د ژورې اندېښنې وړ ده چې په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ته د نړۍوالو پام نه دی، په پاکستان کې د دایمي پاتې کېدو له امله دوی بېرته خپل هېواد ته نه شي تلای، دوی په داسې یوه حالت کې راګېر دي چې د خلاصون لاره یې نشته.»

دا په داسې حال کې ده چې د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر د کډوالو نړۍوال ورځې په مناسبت یوه پیغام کې د انساني قاچاق پر مخنیوي او له قاچاق‌کوونکو سره د شریعت په رڼا کې پر حساب د ټینګار ترڅنګ وایي، بهر ته تللي افغانان کولی شي چې په ډاډه زړه بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

ډيسانایاک ويلي: «مبهم حقوقي وضعیت او د کډوالۍ یا درېیم هېواد ته د لېږدېدو پېچلو پروسو افغان کډوال نور هم له ستونزو سره مخ کړي‌ دي.»

په راپور کې راغلي، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ «یو‌اېن‌ایچ‌سي‌ار» سره د کډوالو په توګه د دغو افغانانو د ثبتېدو او همداراز د پاکستان حکومت له لوري یې د ویزو د نوي کېدو پروسه ډېر وخت اخلي او دغه ځنډ پاکستاني پولیسو ته د دوی د ځورولو او نورو چارواکو ته له دوی د پیسو اخیستلو کار اسانه کړی دی.

سرچينه زياتوي چې د سند، کراچۍ، پېښور، چمن او کوېټې په ګډون یې د پاکستان له ډېرو سيمو یې د افغان کډوالو د نیول کېدو او ځورونې ډېر راپورونه ترلاسه کړي دي‌.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د افغانستان سفارت هم په دې وروستيو کې ويلي چې پاکستاني امنیتي ادارو په اسلام‌اباد او شاوخوا سیمو کې لسګونه افغانان نیولي او په دغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو د بې‌برخلیکه وضعیت له امله لاريونونه او اعتراضي ناستې هم کړي دي.

دغه‌راز، په پاکستان کې مېشت افغانان د کډوالۍ اسنادو نه لرلو له کبله د سیمکارتونو اخیستلو، د بانکي حسابونو پرانیستلو او ان د لنډمهاله اوسېدو لپاره د کورونو په کرایه کولو کې هم له ستونزو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې په ټوله کې له ۳ اعشاریه ۷ میلیون ډېر افغان کډوال مېشت دي چې له دوی یوازې ۱ اعشاریه ۴ میلیون یې ثبت او راجستر شوي دي.

د بښنې نړۍوال سازمان وايي، د پاکستان له حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ یې پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو او ځورول کېدو په تړاو غبرګون غوښتی، خو ځواب لا نه دی ورکړل شوی.

Views: 75

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.