کابل (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) اعلان کړی چې د افغانستان د وضعیت په اړه د دغه سازمان د امنیت شورا غونډه نن په نیویارک کې جوړېږي.
یوناما نن (چهارشنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې دا ناسته د کابل پر وخت ۶:۳۰ دقیقې جوړېږي.
ټاکل شوې چې په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) مشره روزا اوتونبایوا هم وینا وکړي.
سرچینې په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د غبرګولي په ۲۹مه، د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ، د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا درې پنځوسمې غونډې ته په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه راپور وړاندې کړ.
له هغه وروسته د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وویل، د ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو غربي دولتونو او بنسټونو له خوا د اسلامي امارت پر وړاندې پروپاګند کېږي او د ریچارد بېنټ راپور هم د همدغه پروپاګند یوه برخه ده.
Views: 45
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن