Language

درېيو ولایتونو کې له سلګونه کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

کابل (پژواک، ۱ چنګاښ ۱۴۰۲): د اروزګان، فراه او کونړ ولایتونو له ۴۳۴۱ اړو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د اروزګان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست اداري مدیر ننګیالي حبیبي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د دغه ولایت په چورې ولسوالۍ کې د خوړو نړۍوال پروګرام/WFP له خوا له دوه زره ۱۷۸ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

هغه زیاته کړه، هرې کورنۍ ته ٥٠ کیلوګرامه اوړه، ٥ لیټره غوړي، ٦ کیلوګرامه دال او ٤ کیلوګرامه د خوارځواکو ماشومانو لپاره تقویتي مواد ورکړل شول.

دغه‌راز، د فراه طبیعي پېښو ته د رسېدنې ریاست سرپرست سمیع‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د دغه ولایت د مرکز له ۲۱۳ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

login or register a new account.