کابل (پژواک، ۱ چنګاښ ۱۴۰۲): د اروزګان، فراه او کونړ ولایتونو له ۴۳۴۱ اړو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د اروزګان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست اداري مدیر ننګیالي حبیبي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د دغه ولایت په چورې ولسوالۍ کې د خوړو نړۍوال پروګرام/WFP له خوا له دوه زره ۱۷۸ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
هغه زیاته کړه، هرې کورنۍ ته ٥٠ کیلوګرامه اوړه، ٥ لیټره غوړي، ٦ کیلوګرامه دال او ٤ کیلوګرامه د خوارځواکو ماشومانو لپاره تقویتي مواد ورکړل شول.
دغهراز، د فراه طبیعي پېښو ته د رسېدنې ریاست سرپرست سمیعالله پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د دغه ولایت د مرکز له ۲۱۳ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د هغه په وینا، دا مرسته د چین هېواد له خوا شوې او طبيعي پېښو ته د رسېدنې ریاست له خوا پر مستحقو کورنیو وېشل شوې ده.
نوموړی وايي، هرې کورنۍ ته ۲۵ کیلوګرامه وریجې، ۱۰ پاکټه مکروني، یو کارتن لوبیا او یوه قوتۍ مربا ورکړل ووېشل شول.
همدارنګه د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ولایت په پشترود ولسوالي کې د خوړو نړیوال پروګرام/ WFPپه مالي ملاتړ له ۱۶۰۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو سره د فقر او ناخوالو د له منځه وړلو په موخه د خوراکي توکو مرسته وشوه.
سرچينه زياتوي، په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۶ کیلوګرامه دالنخود او د ماشومانو لپاره ۳۰ خوراکي کڅوړې وویشل شوې.
د یو بل خبر له مخې، د کونړ د ماڼوګي ولسوال محمدګلاب پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د دغې ولسوالۍ له ۳۵۰ اړو کورنیو سره د جاپان د حکومت او خلکو له خوا د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د هغه په خبره، هرې کورنۍ ته ۱۵۰ کیلوګرام اوړه، ۲۰ لیټره غوړي، ۲۱ کیلوګرامه لوبیا او ۲۱ کیلوګرامه بوره ورکړل شول.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









