Language

د بلخ حوزوي روغتون کې د عصبي ناروغیو او پښتورګو درملنې څانګې پرانيستل شوې

مزارشریف (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۲): د بلخ د مرکز مزارشریف په ابوعلي سینا بلخي حوزوي روغتون کې د ۵۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د عصبي ناروغیو او پښتورګو درملنې څانګې پرانيستل شوې.

د بلخ ولایت مقام د رسنیو او معلوماتو مرکز په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د بلخ ولایت د ابوعلي سینا بلخي حوزوي روغتون کې د عصبي ناروغیو ۵۰ بستریزه څانګه، د هیمودیاليزس څانګه او ورسره پایوازخونې رسماً پرانيستل شوې.

خبرپاڼه د بلخ عامې روغتیا رییس نجیب‌الله توانا له قوله لیکي چې یادې څانګې د روغتیا نړۍوال سازمان د ۵۵۰ زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت جوړې شوې دي.

توانا یادې څانګې د روغتیایي سکټور د تخصص لپاره مهمې ګڼي او زیاتوي چې له پرانیستې سره یې ۷۲ کسانو ته کاري فرصتونه هم برابر شوي دي.

login or register a new account.