ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې یوه تاریخي مجسمه موندل شوې ده

پکتیکا کې یوه تاریخي مجسمه موندل شوې ده

author avatar
23 Jun 2023 - 16:45
پکتیکا کې یوه تاریخي مجسمه موندل شوې ده
author avatar
23 Jun 2023 - 16:45

ښرنه (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۲): پکتیکا کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې د کوشاني دور یوه مجسمه چې له دوه زره کلونو ډېره تاریخي مخینه لري، موندل شوې ده.

د پکتیکا د اطلاعاتو او کلتور رییس محمدامین حذیفه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د بودایانو دا تاریخي مجسمه د خوشامند ولسوالۍ په مینارې سیمه کې د ځایي خلکو له خوا پیدا شوې ده.

د هغه په وینا، دغه تاریخي اثر د کوشاني دور د مجسمو په ډول ده چې له دوه زره کلونو ډېره تاریخي لرغونتيا لري.

د یادونې ده، څه وخت مخکې هم د پکتیکا په شخېل‌اباد ولسوالۍ کې ۶۹ تاریخي سیکې موندل شوې وې.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.