[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د پښتونژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، د دوی د اعتراضونو په پایله کې د غورځنګ مرکزي غړی علي وزیر د پاکستان له زندانه خوشی شوی دی.
هغه د غبرګولي په ۴مه پر خپله فېسپوکپاڼه لیکلي: «پر شمالي وزیرستان او د تحریک پر ملګرو ویاړي.»
د نوموړي په وینا، په میرانشاه کې د دوی د اعتراض او پرلت، د اتمانزو جرګې، سیاسي اتحاد او پرېس کلب مشرانو پر مټ علي وزیر او زاهد میاخېل راخلاص شوي دي.
پښتین دغه راز ویلي، د جرګې په غوښتنه یې تر یوې اونۍ پورې په مشروط ډول د پرلت ځنډولو پرېکړه هم کړې ده.
د پښتونژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او د قومي اسمبلې غړی علي وزیر تېره اونۍ پاکستاني ځواکونو نیولی و.
پر هغه تور و چې ګواکې د پاکستان د نظام ضد څرګندونې یې کړې دي.
علي وزیر له دوو کلونو زندان وروسته څه موده مخکې خوشی شوی و.
[/restrict]
Views: 207
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن