ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حج مناسک پیل شول

د حج مناسک پیل شول

author avatar
26 Jun 2023 - 08:14
د حج مناسک پیل شول
author avatar
26 Jun 2023 - 08:14

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د اسلام د پنځم رکن حج فریضې ادا کولو په موخه له دوه میلیون ډېر مسلمانان له حرم شریف څخه د منی پر لور روان شوي او په دې سره د سږني حج مناسک په رسمي توګه پیل شول.

د سعودي د حج او عمرې وزارت له خوا د جوړ شوي ځانګړي کمېسیون معلوماتو له مخې، سږ کال به له دوه میلیون ډېر مسلمانان د حج فریضه ادا کوي.

د یاد کمېسیون معلوماتو له مخې، سلګونه زره زایرين نن سهار (د ذي‌الحجې اتمه)  له حرم شریف څخه د منی پر لور د تلبیې (لبیک اللهم لبیک) په ویلو سره وخوځېدل او تر ماښام پورې به په وقفه‌یي ډول ټول هلته ورسېږي.

سرچینې زیاته کړې، زایرین به شپه په منی کې کوي او سهار (د ذي‌الحجې ۹مه) له لمر ختلو سره به د عرفات غونډۍ او میدان ته ځانونه ورسوي، هلته به د نمرې په مسجد کې د سعودي ستر مفتي د حج خطبه وایي او د ماسپښین او مازدیګر لمونځ به په قصر سره یو ځای کوي، د لمر له لوېدو سره سم به زایرین مزدلفې ته ولاړ شي، هلته به د ماخوستن او ماښام لمونځونه په قصر سره وکړي او تر سهاره به عبادتونه کوي.

د ذي‌الحجې په لسمه سهار (د لوی اختر لومړۍ ورځ)  له لمر ختو سره سم به زایرین منی ته ولاړ شي؛ دا نو بوخته ورځ ده، هلته به لوی شیطان وولي، ویښته به کم کړي، قرباني به کوي او بیا به مکې مکرمې ته د طواف لپاره ولاړ شي؛ وروسته به احرام لرې کړي او عادي جامې به واغوندي.

له دې سره به د حج مهم مناسک پای ته ورسېږي، خو دوه ورځې نور به هم شیطانان وولي او له دې سره به د حج مراسم پای ته ورسېږي.

د سعودي د کورنیو چارو وزارت وایي، د حج مراسمو د امنیت لپاره یې تر سل زره ډېر امنیتي کسان ځای پر ځای کړي دي.

د مکې مکرمې ښاروالۍ او د سعودي د حج مرکزي کمېسیون مشر شهزاده خالد الفیصل وایي، زرګونه امنیتي ځواکونه د حج امنیت لپاره ګومارل شوي دي.

هغه زیاته کړه، په لویو لارو کې امنیتي پوستې جوړې شوې، په مکه، عرفات، مزدلفه او منا کې هم امنیتي تدابیر سخت شوي او له هوا څخه هم امنیت څارل کېږي.

د سعودي سرې میاشتې له خوا هم لسګونه سیار کلینيکونه او امبولانسونه د حاجیانو درملنې لپاره برابر شوي دي.

دغه راز دې ادارې ته یو شمېر چورلکې هم په واک کې ورکړل شوې چې سخت ناروغان ژر تر ژره روغتونونو ته ورسوي.

له افغانستانه هم سږ کال شاوخوا ۳۰ زره افغانان د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي دي.

د افغانستان د حج وزارت د غبرګولي په پنځمه پر ټویټر لیکلي چې د افغان زایرینو ډلې هم نن سهار د منی پر لور په بسونو کې روان شوي دي.

[/restrict]

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.