ژبه

د هرات ځیني اوسېدونکي د لوی اختر په درشل کې د بيو له لوړېدو شکایت لري

هرات (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۲): د لوى اختر په نږدې کېدو سره د هرات ښار او بازارونو يو ځانګړی حالت خپل کړی؛ په دغه ولايت کې ډېر خلک د لوى اختر نمانځلو لپاره د اړتيا وړ توکو پېرلو په موخه بازارونو ته ځي.

که څه هم د هرات په بازارونو کې د تېرو کلونو په څېر ګڼه‌ګوڼه نه تر سترګو کېږي، خو د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکي د لوى اختر په درشل کې د توکو پر بیو د کنټرول نشتوالي له امله نیوکه لري.

د یاد ولایت یوه اوسېدونکي حاجي عبدالرووف له پژواک سره په خبرو کې وویل، هر کال د اختر په رارسېدو سره د وچو مېوو بيې په بې‌ساري ډول لوړېږي، خو د اړوندو ادارو له لوري جدي کنټرول پرې نشته.

هغه د هرات له ښاروالۍ غواړي څو د وچې مېوې او نورو توکو پر بیو بشپړ کنټرول ولري.

هغه وویل: «د لوی اختر په را رسېدو سره هر پلورونکی په خپله خوښه بیه ټاکي او پر خلکو مېوې په لوړه بیه پلوري، د ښاروالۍ اداره پر نرخونو کنټرول نه لري.»

د یاد ولایت یو بل اوسېدونکی صدیق‌الله هم ادعا کوي چې د اختر په شپو او ورځو کې د مېوو بیې لوړېږي او حکومت باید دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

د هرات د دغه اوسېدونکي په خبره، په وروستیو کلونو کې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی او خلک د بیو کنټرول ته اړتیا لري، څو په دې برخه کې لا ډېره پاملرنه وشي.

په دغه حال کې، که څه هم د هرات ښار هټۍوال وایي چې د وچو مېوو بیې د تېر کال په پرتله ټيټې شوې دي، خو د هغو په خبره، خلک د اقتصادي ستونزو له امله د اختر لپاره د وچو مېوو پېرلو وس نه لري او د خرڅلاو بازارونه کمرنګه شوي دي.

د هرات ښار چهارسوی څلورلارې کې یوه مېوه پلورونکي عبدالعظیم پژواک ته وویل، د سږ کال په پرتله په تېرو کلونو کې د وچو مېوو پلور ډېر وو، خو اوس د خرڅلاو بازارونو کې د پخوا په څېر ګڼه ګوڼه نشته.

نوموړي هیله څرګنده کړه چې حکومت خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، څو اقتصادي وضعیت یې ښه شي او دا چاره به د اقتصاد پر بازار هم مستیقم اغېز ولري.

په دغه حال کې، د هرات ښاروالۍ مسوولین د اختر په ورځو کې پلورونکو ته د نرخ‌پاڼو د ورکړې خبره کوي او زیاتوي چې په دغه ولایت کې به هیچا ته په لوړه بیه د توکو پلورلو اجازه ورنه‌کړي.

د یاد ولایت د ښاروالۍ ویاند ناصر آرمل د خلکو دغه ادعا چې ګواکې د ښاروالۍ ریاست پر نرخونو کنټرول نه لري رد کړه وویل، د دغې ادارې د مارکېټونو تنظیم امریت پنځه کاري ټیمونه هره ورځ په ټول ښار کې ګرځي او بیې کنټرولوي.

آرمل وویل، هر څوک چې د ښاروالۍ له نرخ‌پاڼو سرغړونه وکړي، قانوني چلند به ورسره وشي.

د یادونې ده، د کار نشتوالی او بې‌کاري د دې لامل شوی چې دغه حالت په مستقیمه توګه د خلکو پر اقتصاد اغېز ولري او اوس د اختر په ورځو کې دغه ولایت کې هیلې دا دي چې د ښاروالۍ له خوا ټاکل شوې نرخ‌پاڼې تر یوه په لوړه بیه د توکو پلورلو مخنیوی وکړي څو هېوادوال په اسانۍ سره د اړتیا وړ توکي وپېري.

ورته موضوع