سرپل (پژواک، ۱۲چنګاښ ۱۴۰۲): د سرپل ولايت يو ځوان - چې د اوبو له کمښت سره د مبارزې په موخه يې د اوبولګولو قطرهیي سيستم جوړ کړى- وايي چې په دغه ولايت کې د وچکالۍ له امله بزګر د اوبو له کمښت سره مخ دي او بايد قطرهیي سيستم وکاروي.
د سرپل مرکز اړوند د یوه کلي اوسېدونکی ۳۵ کلن هادي ساجدي چې د جوزجان پوهنتون د ساینس پوهنځي له بیولوژي څانګې فارغ شوی وايي، له ۱۵ کلونو راهيسې په شنه خونه کې د کرنې له لارې خپل ژوند مخې ته وړي او دا شنه خونه هم په قطرهیي سيستم خړوبوي.
هغه وايي، د قطرهیي سيستم له لارې په کم لګښت ډېره ځمکه اوبه کوي او دغه سیستم کود او درمل هم بوټي ته په اسانه رسوي او د بیکاره وښو د ودې مخه نیسي.
هغه زیاته کړه: «له اوبو لګولو یوه ورځ مخکې اوبه له څاه راوباسم، وروسته له هغه چې اوبه ګرمې شي، بوټي ته یې ورکوم او اوبه د څاڅکو په بڼه بوټي ته رسېږي.»
دغه ځوان وویل: «ما پر یو جریب ځمکه شنه خونه جوړه کړه، رومي بادنجان مې وکرل، د قطرهیي سیستم په جوړولو شاوخوا څلووېښت زره افغانۍ لګښت راغی، تر لسو کلونو پورې ترې کار اخیستی شم، دا په داسې حال کې ده چې که د بشپړو اوبو لګولو سیستم وکاروم، لګښت یې په یو کال کې له سل زره افغانیو ډېرېده.»
هادي ساجدي وویل، تر اوسه تر شلو پورې کروندګر هڅولي چې له قطرهیي سیستم څخه کار واخلي چې په وسیله یې په کمو اوبو ډېره ځمکه خړوبېږي او ښه حاصل هم ورکوي.
دغه راز، هغه بزګر چې قطرهیي سیستم کاروي، خوښي څرګندوي او وايي، د بشپړو اوبو لګولو سیستم په پرتله د قطرهیي اوبو لګولو سیستم ګټور دی.
حسین یو له هغو بزګرانو دی چې له یو کال راهیسې یې د بادرنګ کرلو لپاره سړه خونه جوړه کړې، هغه وايي چې قطرهیي سیستم نسبت د بشپړو اوبو لګولو سیستم ته ډېر ارزان او اغېزناک دی.
نوموړی خوښ دی چې له دې لارې خپل کښت خړوبوي.
د سرپل ښار یوه بل کروندګر سید طاهر وویل: «پخوا به مې خپله شنه خونه بشپړه اوبوله، په یو کال کې یې سل زره افغانۍ لګښت درلود، اوس چې یې د اوبولو لپاره قطرهیي سیستم کاروم، په یو کال کې دېرش زره افغانۍ لګښت لري چې ډېر ګټور دی.»
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د سرپل یو شمېر مدني فعالانو او پوهانو هم د فصلونو خړوبولو لپاره د ځمکې لاندې اوبو د ډېرې کارونې په اړه خبرداری ورکړی و او ویلي یې وو، که حکومت په دې برخه کې اغېزناک پروګرام جوړ نه کړي، د یاد ولایت راتلونکي نسلونه به د څښاک پاکې اوبه ونه لري.
د سرپل سيندیزي حوزې رییس قاري روحالله هم وویل، د اوبو او برېښنا وزارت پر یوه داسې طرحه کار کوي چې له پلي کېدو وروسته به یې تر ځمکه لاندې اوبو د ډېرې استفادې مخه ونیول شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن