کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۲): د هواپېژندنې ادارې په دوو راتلونکو ورځو کې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې له تالندي، برېښنا او نسبتاً تېزو بادونو سره مل د اورښت او سېلابونو راوتو خبر ورکړی دی.
یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د چنګاښ په ۱۶مه او ۱۷مه په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، زابل، بامیان، میدان وردګ، پروان، کاپیسا او پنجشېر ولایتونو کې نسبتاً د تېزو بادونو، باران او سېلابونو راوتو اټکل شوی دی.
د سرچینې په خبره، په بېلابېلو سیمو کې د اورښت اندازه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې وړاندوینه شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، د هېواد په شماللوېدیځو، لوېدیځ او سويللوېدیځو ولایتونو کې نسبتاً د شدیدو بادونو اټکل هم شوی چې سرعت یې په ساعت کې له ۲۰ تر ۷۰ کیلومترو پورې اټکل شوی دی.
Views: 69
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن