پلعلم (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۲): د لوګر د کلیو پراختیا او بيارغونې ریاست وایي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/UNICEF له لوري د دغه ولایت په خروار ولسوالۍ کې د شاوخوا نهه میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو دوه شبکې جوړېږي.
د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغتالله نایبخېل پژواک ته وویل، د څښاک پاکو اوبو رسولو دغه دوه شبکې د خروار ولسوالۍ په «طاوسخېل» او «خواجهخېل» کلیو کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/UNICEF له لوري د شپږو میاشتو په ترڅ کې جوړېږي.
نایبخېل زیاته کړه، په یاده هره شبکه کې د یوې ژورې څاه کیندل، د ۶۰ متره مکعبه په ظرفیت د اوبو یوې ذخیرې جوړول، له ذخیرې د هستوګنې تر کورونو نږدې ۴ زره متره پایپ غځول او هرې شبکې ته د ۵ کيلوواټه په ظرفیت د لمریزه برېښنا برابرول شامل دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP