منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۳ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د لوګر په خروار ولسوالۍ کې د څښاک اوبو رسولو دوه شبکې جوړېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۱۸ کتنې

پل‌علم (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۲): د لوګر د کلیو پراختیا او بيارغونې ریاست وایي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/UNICEF  له لوري د دغه ولایت په خروار ولسوالۍ کې د شاوخوا نهه میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو دوه شبکې جوړېږي.

د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت‌الله نایب‎خېل پژواک ته وویل، د څښاک پاکو اوبو رسولو دغه دوه شبکې د خروار ولسوالۍ په «طاوس‌خېل» او «خواجه‎خېل» کلیو کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/UNICEF  له لوري د شپږو میاشتو په ترڅ کې جوړېږي.

نایب‌خېل زیاته کړه، په یاده هره شبکه کې د یوې ژورې څاه کیندل، د ۶۰ متره مکعبه په ظرفیت د اوبو یوې ذخیرې جوړول، له ذخیرې د هستوګنې تر کورونو نږدې ۴ زره متره پایپ غځول او هرې شبکې ته د ۵ کيلوواټه په ظرفیت د لمریزه برېښنا برابرول شامل دي.

هغه دغه راز زیاتوي چې په خروار ولسوالۍ کې به شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شي.

بل لور ته د سيمې اوسېدونکي هم د دغو پروژو جوړېدو ته خوښ دي.

د خروار یوه قومي مشر حاجي جنت‌ګل پژواک ته وویل، خوښ دى چې په ولسوالۍ کې یې د څښاک اوبو رسولو دوه شبکې جوړیږي.

نوموړی غوښتنه کوي چې یادې شبکې دې په معیاري ډول جوړې شي او له کاره یې بايد جدي څارنه وشي.

باید وویل شي چې له دې مخکې هم د ملګرو ملتونو ماشومانو ملاتړ صندو/UNICEF  له لوري په مرکز پل‌علم، محمداغه او بره‌کي برک ولسوالیو کې د څښاک اوبو رسولو یو شمېر شبکې جوړې شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه