ګردېز (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د پکتيا مرکز ګردېز د تېرې کنډو په سيمه کې د ۳۵۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت يو جومات جوړ او پرانيستل شو.
د ياد جومات جوړوونکي ملي سوداګر حاجي ميرزا کټوازي پژواک خبري اژانس ته وويل، د سليمان بابا جومات د کابل– ګردېز پر لويه لاره په تېرې کنډو سیمه کې موقعيت لري چې ۳۵۰ زره امريکايي ډالر لګښت پرې راغلی او د دوو کلونو په موده کې يې چارې بشپړې شوې دي.
هغه زياته کړه، دغه جومات په نوې او عصري بڼه جوړ شوی او په يو وخت کې د ۳۰۰ لمونځکوونکو د ځایولو ظرفیت لري.
د هغه په خبره، یاد جومات د هغې پروژې يوه برخه ده چې له مخې به يې په دغه تېرې کنډو کې تفريحي پارک، هوټل، روغتيايي مرکز او څو نورې ودانۍ جوړې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن