ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ سیند کې د اوبو ډېرېدو له امله د ناړۍ ولسوالۍ لار بنده شوې ده

د کونړ سیند کې د اوبو ډېرېدو له امله د ناړۍ ولسوالۍ لار بنده شوې ده

author avatar
23 Jul 2023 - 14:11
د کونړ سیند کې د اوبو ډېرېدو له امله د ناړۍ ولسوالۍ لار بنده شوې ده
author avatar
23 Jul 2023 - 14:11

اسعداباد (پژواک، د زمري لومړۍ، ۱۴۰۲): د کونړ ناړۍ ولسوالۍ مسوولین وايي، له تېرې ورځې راهیسې په سیند کې د اوبو ډېرېدو له امله له مرکز سره د دې ولسوالۍ لار بنده شوې ده.

د ناړۍ ولسوالۍ اداري مدیر شفیع‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، له پرون راهیسې د سیند اوبو کچه لوړه شوې، له مرکز سره لار بنده ده او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه وویل: «د سیند اوبه دومره زیاتې شوې چې په خرولو او کانتلي سیمو کې يې ناړۍ ولسوالۍ ته غځېدلی سړک لاندې کړی او لار بنده شوې ده.»

نوموړی وايي، د دې لارې بندېدو له امله پر ناړۍ سربېره د ختیځ نورستان کامدېش او برګمټال ولسوالیو اوسېدونکي هم له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

بلخوا د سیمې اوسېدونکي له حکومته غواړي چې دغه لار ژر پرانیزي.

د ناړۍ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ولایت خان پژواک ته وویل: «له پرون راهیسې له مرکز سره زموږ لار تړل شوې، موږ مرکز ته تګ راتګ نشو کولای.»

هغه له حکومته غواړي چې د دې لارې بېرته پرانیستلو لپاره دې اقدام وکړي.

د یادې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی عاطف‌الله بیا وایي، د لارې بندېدو له امله دوی اړ شوي چې خپل ناروغان د درمنلې لپاره په پلیو او فرعي لارو تر ولایتي روغتونه بوځي.

نوموړی له حکومته غواړي چې د لارې په اوږدو کې دې استنادي دېوالونه ورغوي څو د اوبو زیاتوالي پر مهال لویه لار له خطره وژغورل شي.

د یادونې ده، له څو ورځو راهیسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بارانونو له امله سیلابونه راوتلي چې خلکو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه هم اړولي دي.

Views: 448

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.