کابل (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۲): د اندونیزیا د سولاسي جزیرې په سواحلو کې د یوې لرګينې کښتۍ ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي دي.
رویټرز نن د اندونیزیا د ژغورنې عملیاتو مسوولینو له قوله لیکلي چې د ډوبې شوې کښتۍ ۱۹ کسان لا هم نادرکه دي.
د راپورونو له مخې، دغه کښتۍ د یکشنبې په شپه ډوبه شوې او د نادرکو کسانو پیدا کولو لپاره د لټون عملیات روان دي.
که څه هم د یادې کښتۍ ډوبېدو لامل تر اوسه روښانه نه دی خو په اړه یې څېړنې روانې دي.
د ویلو ده، په ۲۰۱۸ کال کې هم د اندونیزیا په سوماترای ټاپو د نړۍ په یو ژور جهیل کې د یوې کښتۍ ډوبیدو له امله څه باندې ۱۵۰ کسان مړه شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP