Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هوا پېژندنې اداره: ۲۲ ولایتونو کې د سختو اورښتونو اټکل شوی

کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۲): د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې له تالندې او تندر سره د سختو اورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

د هوا پېژندنې ادارې نن (سه‎شنبه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، نن او سبا په نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، پنجشیر، ننګرهار، کابل، لوګر، خوست، غزني، میدان وردګ، بامیان، پکتیکا، زابل، دایکنډي، اروزګان، هلمند، کندهار او فراه ولایتونو کې د تالندې، ناڅاپي سیلابونو او د سختو اورښتونو احتمال شتون لري.

د سرچينې په حواله، په بېلابېلو سیمو کې د اورښت اندازه له ۱۰ تر ۴۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، تېره ورځ هم د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د تالندې، سېلابونو، چټکو بادونو او د نسبتاً سختو اورښتونو د احتمال خبر ورکړی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.