کابل (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۲): د غضب شوو ځمکو راګرځولو او د غصب مخنیوي کمېسیون وایي چې د دغه کمېسیون د کار له پیل راهیسې د څه باندې ۷،۹ میلیون جریب ځمکې سروې شوې او له دې ډلې ۵۸۹ زره ۴۹۹ جریبه غصب شوې ځمکه راګرځول شوې ده.
دغه څرګندونې د حکومت اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ولس ته د دولت حساب ورکولو پروګرام په پنځمه ورځ د غصب مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون مسوولینو کړې دي.
د دولت د قضایاوو عمومي رییس او د یاد کمېسیون سکرټر مولوي احسانالله وثیق وایي، د دغه کمېسیون له جوړېدو او د عملي کار له پيله نهه میاشتې کېږي او په دې موده کې د پام وړ لاستهراوړنې هم لري.
د هغه په وینا، یاد کمېسیون د عدلیې وزارت د سرپرست مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د لوی څارنوالۍ، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، ښار جوړونې او د کار او ټولنیزو چارو وزارتونو په غړیتوب جوړ شوی او وروسته له هغه چې لوی څارنوالې په یو ریاست بدله شوه، نو غړیتوب یې هم ختم شو.
هغه زیاته کړه، د ۷،۹ میلیونه جریب سروې شوو ځمکو له ډلې ۷،۵ میلیون جریبه ځمکه غصب شوې تشخیص شوې ده.
نوموړي څرګنده کړه چې څلور زره او ۴۸ جریب ځمکه د کمیسیون لهخوا د اسلامي امارت په ګټه فیصله شوه، خو خلکو قناعت ونهکړ او مسله شخصي محکمې ته وسپارل شوه.
نوموړي دا هم وویل، له پنځه زره ۷۵۰ جریبو ډېره ځمکه د موضوع پیچلتیا له امله شخصي محکمو ته راجع شوې ده.
وثیق یادونه وکړه، د کابل نوی ښارګوټی چې د پخواني حکومت له خوا پلان شوی و، خو پرانیستل شوی نه و، اوس یې پر وړاندې ټول خنډونه له منځه تللي او دغه ښارګوټی به ډېر ژر پرانیستل شي.
Views: 41
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن