Language

غزني کې د عاشورا د دوو ماتم‌کوونکو وژل کېدل؛ مسوولین: د پېښې څېړلو لپاره ګډ پلاوی ټاکل شوی

غزني ښار (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۲): غزني کې تېره ورځ د عاشورا مراسمو پر مهال دوه کسان وژل شوي خو ځايي حکومتي مسوولین وايي چې د دې پېښې څېړلو لپاره یې ګډ پلاوی ټاکلی څو عاملین یې معلوم او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د غزني د والي ویاند حافظ عمر پژواک خبري اژانس ته وویل چې  تېره ورځ شاوخوا درې بجې د غزني ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند په نواباد سيمه کې د عاشورا مراسمو ترسره کولو په موخه یو شمېر ماتم‌کوونکي سړکونو او کوڅو ته راوتلي وو او غوښتل یې دغه مراسم پر سړکونو او کوڅو کې ولمانځي.

خو دی وايي: «د عاشورا مراسمو ځینو ګډونوالو پر امنيتي ځواکونو هجوم ور وړی، پر امنیتي ځواکونو یې د ډبرو ګوزارونه کړي او له منځه یې ځينو شريرو افرادو ډزې هم کړې چې یو شمېر کسانو ته پکې مرګ‌‎ژوبله اوښتې ده.»

عمر زیاتوي چې په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او د غزني ولايت مقام پرې خواشيني څرګندوي.

login or register a new account.