غزني ښار (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۲): غزني کې تېره ورځ د عاشورا مراسمو پر مهال دوه کسان وژل شوي خو ځايي حکومتي مسوولین وايي چې د دې پېښې څېړلو لپاره یې ګډ پلاوی ټاکلی څو عاملین یې معلوم او د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د غزني د والي ویاند حافظ عمر پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ شاوخوا درې بجې د غزني ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند په نواباد سيمه کې د عاشورا مراسمو ترسره کولو په موخه یو شمېر ماتمکوونکي سړکونو او کوڅو ته راوتلي وو او غوښتل یې دغه مراسم پر سړکونو او کوڅو کې ولمانځي.
خو دی وايي: «د عاشورا مراسمو ځینو ګډونوالو پر امنيتي ځواکونو هجوم ور وړی، پر امنیتي ځواکونو یې د ډبرو ګوزارونه کړي او له منځه یې ځينو شريرو افرادو ډزې هم کړې چې یو شمېر کسانو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.»
عمر زیاتوي چې په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او د غزني ولايت مقام پرې خواشيني څرګندوي.
حافظ عمر وویل چې په مراسمو کې یو شمېر کسانو غوښتل ورانکارې کړنې ترسره او امنيتي وضعيت اخلال کړي څو برخورد ته زمينه برابره او امنيتي ځواکونه بدنام شي.
د هغه په خبره: «څو ورځې مخکې هم ځيني داسې کسان نیول شوي وو چې د مراسمو ګډونوال یې داسې ورانکارو کړنو ته هڅول چې له هېواده بهر له ځینو شريرو او مفسدو کړيو سره په اړیکه کې وو او د داسې تخریبي اعمالو پلانونه ورکول شوي وو.»
هغه دغه راز زیاته کړه، د امنيتي دلايلو له مخې د اهل تشيع له مشرانو سره داسې پرېکړه شوې وه چې له خپلو سیمو او تکيهخانو به بهر نه راوځي، اجتماع به نه جوړوي، لاريونونه او غونډې به نه کوي؛ ځکه چې په مراسمو کې پر امنيتي کسانو د بريدونو او ځینو شريرو کړيو له لوري د سوء استفادې اطلاعات له پخوا موجود وو.
نوموړي وویل، د یادې پېښې څېړلو لپاره د ولایت مقام په مشرۍ يو ګډ پلاوی چې امنیتي ارګانونه او د اهل تشيع استازي هم په کې شامل دي، ټاکل شوی دی.
عمر زیاته کړه چې یاد پلاوی به د پېښې هراړخیزه پلټنه کوي، عاملين به یې معلوموي او وروسته به یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپاري.
په ورته وخت کې د غزني ښار د نواباد سیمې یوه اوسېدونکي سجاد پژواک ته وویل، د عاشورا مراسمو کې د رامنځته شوي اخ او ډب له امله دوه ماتمکوونکي وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاتوي، سږ کال د عاشورا مراسمو لپاره امنیت نیول شوی و، په یادو مراسمو کې د خلکو د ګډون کچه او لېوالتیا هم ډېره وه، له خونړیو پېښو په امان وو، خو له بده مرغه اخ او ډب رامنځته شو او یو شمېر هېوادولو ته پکې مرګژوبله واوښته.
دی غوښتنه کوي چې د پېښي عاملین دې معلوم او د قانون منګولو ته دې وسپارل شي.
مسوولین وایي چې سږ کال د عاشورا مراسمو لمانځلو پر مراسمو ځکه محدودیتونه لګول شوي وو څو امنیت یې په ښه ډول خوندي شي؛ ځکه په تېرو کلونو کې د شیعه مذهبو پر تکیهخانو او جوماتونو خونړي بریدونه کېدل.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










